خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه 

mail-admin
Mon, Jan 16 2023 2:51 PM
خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه 

۲۶ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۳ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي غونډه جوړه او پر بېلابېلو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وشوې.
د غونډې په پیل کې د تيرې ورځې په ځينو مهمو موضوعاتو باندې مفصلې خبرې وشوې. وروسته د متون کنډيو خلکو او مشرانو سره د ځمکو د غصب په اړه اوږد او تفصيلي بحٿ وشو او دوى ته د ځمکو د غصب په مورد معلومات ورکړل شول. ورپسې د ګربزو ولسوالی د قومي مشرانو سره د هغه ځمکې په اړه چې د ډبرو سکرو د پروسس او بسته بندۍ مرکز پکې جوړېږي ليدنه او خبرې اترې وشوې. وروسته تخنيکي پلاوی په دوه ګروپونو ووېشل شو چې يو ګروپ د خوست ولايت د صبريو ولسوالی اړوند د خالبساط حجرو سیمې ته ولاړ او د شيخ شرعي صاحب د مکتوبي هدايت سره سم يې د هغه ۲۸جريبه ځمکې په مورد خپلې کړنې او اجرأت تر سره کړل. د تخنيکي پلاوی دویم ګروپ د څړبني سیمې ته ولاړ او د خوست ولايت د ستراتیژيک پلان له مخې د ۴۱۰ جريبه هديرې، چې د ټولو خوست ميشتو لپاره په استراتیژیک پلان کې ورته ځای په نښه شوي وو له نژدي وکتل شو. 
دغه راز په دې غونډه کې اړوندو چارواکو د چارو د لا ښه پرمختګ په پار خپل نظرونه وړاندې کړل.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS