لوګر کې د څاڅکي اوبوخور په سیسټم سمبال ۳۵ جریبه بڼونه جوړ شول

mail-admin
Tue, Dec 13 2022 2:17 PM
لوګر کې د څاڅکي اوبوخور په سیسټم سمبال ۳۵ جریبه بڼونه جوړ شول

۲۲  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۹ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د «کرنیزو محصولاتو د بازراموندنې» پرورګرام (AMP) په همکارۍ د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالی کې د څاڅکي په سیسټم سمبال ۳۵ جریبه بڼونه جوړ شودي دي.
دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي، چې ددغو بڼونو په پرانیست غونډه کې ګډون کړی وو وویل: «افغانستان کې مناسب اقلیم لرو، چې حتی ګاونډي هېوادونه هم نه شي کولای، په دې برخه کې له موږ سره سیالي وکړي، موږ په افغانستان کې په کافي اندازه اوبه لرو که له دغو درو سرچینو (بشري، اوبه، ښه اقلیم او د خلکو همکارۍ) څخه ګټه پورته کړو، کرنیز ځان بسیایې ته نږدې کېږو.»
په همدې حال کې دکرنې وزارت د اوبولګولو ا وطبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان وویل: «د افغانستان په تاریخ کې، د قوش تیپې کانال او نور لویې پروژې سارۍ نه لري، چې د اسلامي امارت په دوره کې پیل شوي دي.»
د لوګر دکرنې ادارې چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د څاڅکي اوبوخور سیسټم ډېر ګټور دی، ځکه په دې ولایت کې ډېر اوبه شتون نه لري، په کرنه او بڼوالۍ کې د اوبو مدیریت د کرکیلې او بڼوالۍ کې د حاصلاتو د زیاتوالي لامل کېږي.
لوګر یو حاصل خېز ولایت دی، چې د بڼوالۍ ترڅنګ په کې د پیاز، کچالو، رومي بانجان او توربانجانو کرکېله کېږي.

۳۵ جریب باغ در ولایت لوگر به سیستم آبیاری قطره‌ای احداث شد
۲۳ قوس ۱۴۰۱ هـ.ش
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به همکاری پروگرام «بازاریابی محصولات زراعتی»(AMP) در ولسوالی محمد آغه ولایت لوگر ۳۵ جریب زمین را به سیستم آبیاری قطریه‌ای ساخته است.
مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت  که در محفل احداث این باغ‌ها اشتراک کرده بود گفت:« ما درافغانستان اقلیم مناسب داریم، که حتی ممالک همسایه نمی‌توانند با ما رقابت کنند، ما در افغانستان آب کافی داریم که از این سه منابع (بشری، آب اقلیم خوب و همکاری مردم) استفاده کنیم، به خودکفایی زراعتی نزدیک می‌شویم.»
در همین حال، مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری ومنابع طبیعی وزارت زراعت گفت:« در تاریخ افغانستان مانند کانال قوش تیپه و سایر پروژه‌های بزرگ نظیر ندارد که در امارت اسلامی آغاز شده است.»
به گفته مسوولان زراعت ولایت لوگر، سیستم آبیاری قطره‌ای در این ولایت بسیار موثر است چون آب زیاد وجود ندارد، مدیریت آب در زراعت و باغداری سبب افزایش حاصلات در باغ و کشت زراعت می‌شود.
ولایت لوگر یک ولایت حاصل‌خیز است که  در کنار باغداری کشت پیاز، کچالو، بادنجان رومی و بادنجان سیاه  در آن مروج است

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS