ننګرهار کې د مالټې څه باندې ۵۵۰۰ جریبه بڼونه جوړېږي
۱۷ لېندۍ ۱۴۰۱ه.ش
۱۴ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه.ق
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې سږکال د ننګرهار کانال په څه باندې ۵۵۰۰ جریبه ځمکه د مالټې نوې بڼونه جوړېږي.
د ننګرهارکانال رییس مولوي غلام الرحمن کظیم وویل: «د زرغونتیا په پار مو هلې ځلې ګړندي کړي، په همدې موخه به سږکال د ننګرهارکانال په څه باندې پنځه نیم زره جریبه ځمکې نوي مالټه بڼونه جوړ شي، په داسې حال کې چې تردې دمه په شاوخوا ۱۲۰۰۰ جریبه ځمکې مالټه باغونه جوړ شوي دي.»
ښاغلی کظیم زیاته کړه: «پلان لرو او په دې اړه مو هڅې ګړندي کړي هم دي چې د ننګرهارکانال ریاست په ځمکو کرل شوو مالټه باغونو حاصلاتو ته بهرنې بازار پېدا کړو.»