د لغمان د شاتو مچیو روزنې پر ټولنه د شاتو مچیو ۱۰۰ صندوقونه ووېشل شوه
۵ زمری ۱۳۹۸
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې له لارې ددې ولایت د شاتومچیو روزنې ټولنې پر غړو د شاتو مچیو ۱۰۰ صندوقونه او د شاتو ایستلو دوه پایې ماشینونه ووېشل.
ددې ټولنې پر هرې غړي د شاتو مچیو دوه صندوقونه وېشل شوي دي.