دکرنې وزیر د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې او د خوړو نړیوالې ادارې رییسانو سره وکتل

user-admin
Tue, Nov 22 2022 11:02 AM
دکرنې وزیر د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې او د خوړو نړیوالې ادارې رییسانو سره وکتل


دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې (FAO) رییس ریچارډ ټرنچارډ او د خوړو نړیوالې ادارې (WFP) مشرې مېرمن ماري ایلین سره دخپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د فعالیتونو د لا همغږۍ او همکارۍ په هکله خبرې وکړې. دکرنې وزارت سرپرست وزیر له یادو دواړو ادارو څخه مننه وکړه، چې په دې حساسو شرایطو کې د افغانستان خلکو سره مرستې او همکارۍ کوي.
دکرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري وویل: «د دواړو ادارو له همکارانو څخه مننه او قدرداني کوو، چې په دې بد اقتصادي وضعیت کې زموږ د خلکو ملاتړ او له دوی سره همکاري کوي او د دوی فعالیتونه ادامه لري، تمه لرو چې د دوی فعالیتونه لا پراخ او ادامه پیدا کړي، ځکه د افغانستان خلک په ځانګړې توګه بزګران همکارۍ او ملاتړ ته اړتیا لري.»
دغه راز ښاغلی عمري په بېلابېلو برخو کې د افغانستان پر پراخو سرچینو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «افغانستان ډېرې اوبه لري، چې ملګري ملتونه د اوبولګولو کانالونو جوړولو، د لمریز سیسټمونو نښلولو او سړوخونو جوړولو په بارخه کې کار وکړي، اغېزې به یې ډېر وي، ځکه په دې برخه کې ډېر کم کار شوی دی، له دې لارې خلک کولای شي، چې ډېرې ځمکې خړوبې کړي او د دوی په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته شي.»
د دواړو ادارو مشرانو هم د برنامو په پلي کولو کې د کرنې وزارت له نږدې همکارۍ څخه د مننې او همکارۍ ترڅنګ د خپلو فعالیتونو پر دوام ټینګار وکړل.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې او د خوړو نړیواله اداره په افغانستان کې له فعالیو ادارو څخه دي، چې د اسلامي امارت تر بریا وروسته د افغانستان خلکو سره مرستې او همکارۍ کوي.

دیدار وزیر زراعت با رئیس سازمان خوراک و زراعت ملل متحد و سازمان غذایی جهان
۳۰ عقرب ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت در دفتر کارش با ریچارد ترنچارد رئیس سازمان خوراک و زراعت ملل متحد(FAO)، خانم ماری ایلین رئیس سازمان غذایی جهان(WFP) دیدار کرد.
 در این دیدار دو طرف در مورد فعالیت‌ها و هماهنگی بیشتر در کارها صحبت نمودند وزیر زراعت از دو نهاد نامبرده ابراز سپاسگزاری نموده که مردم افغانستان را در این شرایط حساس همکاری می‌نمایند.
 مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت گفت:" از تمام همکاران هر دو سازمان اظهار تشکری و قدر دانی می‌کنیم که در این وضعیت بد اقتصادی مردم ما را همکاری می‌کنند و فعالیت‌های شان ادامه دارد، انتظار داریم که فعالیت‌های شان ادامه و گسترش پیدا کند، چون مردم افغانستان به خصوص طبقه دهقان نیازمند همکاری و حمایت می‌باشند".
همچنان آقای عمری در مورد منابع سرشار افغانستان در بخش های مختلف سخن زده و افزود" افغانستان دارای آب فراوان می‌باشد که سازمان ملل در قسمت اعمار کانال‌های آبیاری، نصب سولر سیستم‌ها و اعمار سردخانه‌ها همکاری کند کار پر ثمری خواهد داشت، چون در این بخش بسیار کم کار شده‌است و مردم می‌توانند زمین‌های زیادی را آبیاری کنند و به زندگی شان تاثیر مثبت دارد".
مسوولان هر دو نهاد نامبرده نیز از همکاری نزدیک وزارت زراعت در قسمت تطبیق برنامه‌های تشکری نموده و بر ادامه فعالیت‌های شان تاکید نمودند.
سازمان غذایی جهان و سازمان خوراک و زراعت ملل متحد از سازمان‌های فعال در افغانستان می‌باشند که بعد از پیروزی امارت اسلامی به مردم نیازمند افغانستان کمک کرده‌اند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS