د لغمان د کرنې ریاست: د بادپښ ولسوالی د ولسونو ستونزو ته د رسېدنې په پار هلې ځلې کوو

user-admin
Sun, Oct 09 2022 4:30 PM
د لغمان د کرنې ریاست: د بادپښ ولسوالی د ولسونو ستونزو ته د رسېدنې په پار هلې ځلې کوو


۱۷ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۳ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دلغمان مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري بادپښ ولسوالۍ ته په داسې حال کې سفر وکړ چې ددې ولایت دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن، دولایت مقام د دفتررییس شکرالله کاوون، داقتصاد رییس مولوي جان محمدحامد، دسرې میاشتې رییس مولوي ولي الله وقار، دکلیو د بیارغونې اوپراختیا رییس مولوي زرکمراودسیندیزې فرعي حوزې رییس مولوي شیرجان راشدي یې ملتیا کوله؛ لمړی مرستیال والي او ورسره مل پلاوي دبادپښ له ولسوال مولوي محمدانعام خالد په حضورکې دیادې ولسوالی له مختلفو قومي مشرانواوځوانانوسره غونډه ترسره کړه، دیادې غونډې پرمهال مرستیال والي ښاغلي مولوي سعیداحمد بنوري خبرې وکړې اودبادپښ ولسوالی یې دمجاهدینو، شهیدانواوغازیانوکوروبلله اوله مجاهدینوسره یې دجهاد په دوران کې د دوي دکړیو خدمتونوستاینه اوقردادني وکړه، اوهمدارنګه مرستیال والي ښاغلي بنوري له لوري دبادپښ ولسوالی ولسونوته دیوشمېرپروژو لکه دمرکزمهترلام څخه تر دبادپښ ولسوالی پورې دخامه سړک کانګریټکول، دکوهیانوکېندل، دبادپښ ولسوالی ته د یوبازار اوښارګوټې جوړول، د کرنیزو ځمکود خړوبولو لپاره د چک ډیمونو جوړول او۴۵۰ سهمه اړمنوکورنیوته دغذایي موادوبستي دمنظورولوژمنه وکړه.
ورپسې دسرې میاشتې رییس مولوي ولي الله وقار خبرې وکړې اود ۴۵۰تنواړمنوکورنیو د پیژندنې اوسروې کولوپه اړه یې رڼا واچوله اودیادې ولسوالی له ولسوال اوقومي مشرانوڅخه یې غوښتنه وکړه چې داړمنوکورنیوپه پیژندنه اوسروې کولوکې دسروې ټيم سره همکاري وکړي،چې ترڅومستحق خلک په نښه او دغذايې موادوله مرستوڅخه برخمن شي.ۤپه ورته مهال کې قومي مشرانواوځوانانوله مرستیال والي او دولایتي ادارې له رغلیورئیسانوڅخه مننه اوقدرداني وکړه چې ددوي ستونزوتشخیص اودحل په موخه یادې ولسوالۍ ته تشریف راوړی اودوي مرستیال والي ته دهررنګه همکاریوډاډورکړه.
 اوهمدارنګه دیاد سفرپه جریان کې دبادپښ ولسوالی اړوند دګړوچ،اندروړاوشاګولیانودسیمودخامه سرک دجوړولوپروژه دمرستیال والي اودکرنې،اوبولګولواومالدارۍ رئیس الحاج مولوي محمدولي محسن اوراغلي پلاوي له لوري ولسونوته دګټې اخیستنې په موخه دیولړمراسموپه ترڅ کې وسپارل شوه.
دیادو مراسموپرمهال د لغمان دکرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن د نوموړې پروژې په اړه معلومات ورکړل،هغه وویل داندروړ، ګړوچ اوشاه ګولیانودسیمود خامه سړک جوړولوپروژه دکرنې، اوبولګولواومالدارۍ وزارت اړوند دکارپه بدل کې دخوړو پروګرام له لارې دیومیاشت په موده کې پای ته ورسېد، چې په دې پروژه کې دیومیاشت لپاره ۱۰۰ تنومزدورانوکاروکړه او هرکس ته د ورځې ۱۰کیلوګرامه غنم دکارپه بدل کې ورکړل شو. 
په ورته مهال کې د لغمان دکرنې رییس الحاج مولوي محمدولي محسن دبادپښ ولسوالی دکرنیزوچاروعمومي مدیریت له کارمندانواوکاري دفترڅخه هم لیدنه وکړه اوددوی ستونزې یې له نږدې ولیدل.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS