کرنيزو ټولنو ته د محصولاتو راټولولو دتوکو ورکړه او روزنيزې برنامې دائرول
۸/صفر المظفر/۱۴۴۳هـ.ق
۲۵/وږی/۱۴۰۰هـ.ش
د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د "اکټډ" دفتر په همکارۍ د کليو د تلپاتې پراختيا برنامې تر چتر لاندې دکرنيزو ټولنو غړو ته د روزنيزو برنامو د دائرولو ترڅنګ د يادو کرنيزو ټولنو په غړو کرنيزې توکي وویشل شول.
ددې برنامې په لومړۍ ورځ د آقچه ولسوالۍ د "اتفاق آقچه، بینالنهرین او کوهستانات ترلي" ټولنو ته دکرنيزو توکو د راټولولو اړين وسايل له ډلې "د رېبلو يوه عراده ماشين، د غنمو د پاکولو دوه پايې ماشينونه، ۴۵۰ دانې پلاستيکي بوجۍ، ۴۵ دانې لاسي کراچۍ، ۳۰ دانې ترپالونه او د شېدو راټولولو او لېږد ته ځانګړې ۵ دانې سطلونه" ووېشل شول.
تر پوښښ لاندې ټولنو لپاره ياده برنامه ادامه لري