د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کوچیانو چارو سمون ادارې مرستیال سره وکتل

۱۹ زمری ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال شېرشاه امیري د خپل کار په دفتر کې د کوچیانو چارو سمون ادارې مسلکي مرستیال زمری کوچی سره وکتل او خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې د هېواد په کچه د کوچیانو پر ستونزو او ننګونو خبرې وشې او دغه راز هوکړه وشوه، چې تر دې وروسته به دواړو ادارو کوچیانو ته د چوپړتیاوو د وړاندې کولو په برخه کې لا ډېرې همغږي ولري.