د سویابینو ترویج او پراختیا په پار هڅې

naim.rezai
Sat, Aug 07 2021 5:24 PM
د سویابینو ترویج او پراختیا په پار هڅې

عبدالواسع خان‌زاده
سویابین د خوراکي توکو یو مهم بوټی دی، چې کارول یې ورځ په ورځ پراخېږي او یاد بوټی په صنعت کې خورا ګټور او ارزښت لرونکو نباتاتو څخه دی.
افغانستان کې د سویابینو کرکېله په ۲۰۰۳ ام کال کې دود شوې ده، چې اوس په یو مهم کرنیز توکي بدل شوې او د هېواد په ډېرو ولایتونو کې کرل کېږي.
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د سویابینو د ترویج او پراختیا په پار په مرکز او ولایتونو کې بزګرانو ته د سویابینو ننداریزې کروندې جوړ کړي دي او پر یوشمېر بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او اړونده توکي وېشلي دي.
هېواد کې د سویابینو کرکېلي دودولو او د یاد بوټي د تولید زیاتوالي په پار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې د روان مالي کال په ترڅ کې د سویابینو ۴۲۰ ننداریزې کروندې جوړ کړي. دا کروندې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې جوړېږي.
په ټولیزه توګه ددغو ننداریزو کروندو د جوړولو چارې نږدې په  بشپړېدو دي او له دې ډلې د هرات، پکتیا، ننگرهار، کاپیسا، بغلان، بلخ، جوزجان او فاریاب په ولایتونو کې د ۲۱ ننداریزو کروندو چارې بشپړ شوي دي.
یادې کروندې په داسې حال کې جوړېږي، چې هغو ولایتون کې، چې د یاد نبات تولید لپاره مناسب اقلیمي شرایط لري د تولید کچه یې کال تربله زیاتېږي.
د کرنې اوبولګولو او مالداري وزارت، د معلوماتو او احصایې ریاست د چارواکو په خبره، د سویابینو کښت د هېواد په اکثره ولایتونو کې ښه پایله ورکړې ده. د معلوماتو او احصایې ریاست د ۱۳۹۹یم کال د شمېرو په اساس، ۱۳۹۹یم کال کې دهېواد په کچه په یوزر او ۶۲۴ هکټاره ځمکه سویابین کرل شوې وه او ټولټال دوه زره ټنه سویا ترې لاسته راغلې دي، چې په اوسط ډول له یوه هکټاره ځمکې څخه ۱.۲۳ ټنه سویابین ترلاسه شوي دي، د معلوماتو او احصایې ریاست د چارواکو په خبره، کاپیسا د ۹۳۰ ټنه په تولید سره د هېواد په کچه د سویابینو په تولید کې لومړی مقام لري. د بلخ ولایت د ۲۴۶ ټنه په تولید سره دویم، هرات د ۱۸۶ ټنه په تولید سره درېیم، ننګرهار څلورم، جوزجان پنځم، کندهار شپږم او هلمند ولایت په اووم مقام کې دی.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هڅه کوي، چې د هېواد په کچه د سویابینو کرکېله ترویج کړي او راتلونکو کلونو کې دالړۍ نوره هم وغځوی او د هېواد په کچه ترې ټول ځمکوال برخمن کړي.
سویابین بشپړه پروتیني او مغذي مواد لري او د کورنیو په روغتیا په ځانګړي ډول د ماشومانو د خوارځواکۍ په مخنیوی کې رغنده رول لري.
د سویابینو اقتصادي ارزښت:
 ددې بوټي اوړه د بېلابېلو ډوډیو چمتو کولو لپاره کارول کېږي او د دې ترڅنګ د بېلابېلو خوراکي توکو، د ماشومانو لپاره د ځانګړې خوړو چمتو کولو لپاره، چې د دوی بدن ښه وده وکړي هم کارول کېږي، او د شکرې ناروغانو لپاره په خوړو کې اغیزناک رول لري. هر ډول پروټینونه او امینو اسیدونه لري  او اوړه یې د مصالحو سره مخلوط کولو لپاره کارول کېږي.
 په صنعت کې د دې بوټي کارول، د هغې اقتصادي اهمیت ته په پام سره ډول ډول استفاده لري، سویابین د صابون جوړولو په صنعت کې کارول کېږي، له سویابینوڅخه د مهماتو او چاودیدونکو توکو په جوړولو کې  ګټه اخیسټل کېږي، د آفت وژونکي صنعت جوړولو کې د ایزسیبین د شمعې جوړولو او د برېښنایي انسولټرونو لپاره چمتو شوي برخو کې هم کارول کېږي. د اور وژنې لپاره د حشراتو ضد توکو او موادو تولید او  د ټوکر اوبدلو کې هم ترې ګټه اخیستل کېږي.
د سویابینو کرنیز ارزښت:
دا بوټی یو ځانګړی جوړښت لري، چې نایټروجن ذخیره کوي او د خاورې فزیکي ملکیت بدلوي، په کرنیز تناوب کې د سویابینو نبات تولید خورا ګټور دی. د سویابین نبات یو کال عمر لري او له 1-1.5 متره لوړوالی لري. دغه نبات اصلي او لومړني ریښې لري، چې حتی په ځمکه کې د 1.5 متره ژوروالی کوي.د دې بوټي د تخم رنګونه په عمومي ډول ژېړ او نسواري رنګ لري او ځینې یې تور دي.
د غوره فصل ترلاسه کولو لپاره ، د خاورې بستر باید د امکان تر حده نرم وي. د تخم لاندې خاوره باید د کښت کولو لپاره د لس  ورځو په موده کې چمتو شي. ځمکه باید ښه همواره شي او د کښت کولو وروسته باید خړوبه شي. د تخمونو کارولو لپاره، دا کښت باید په کرښه وکرل شي ترڅو د زیان رسوونکو واښو د له منځه وړلو لپاره کرکېله او کرنه اسانه او حاصل یې ښه شي. په هغو سیمو کې، چې د باران اندازه کافي ده کښت یې اوبه کولو ته اړتیا نه لري او کافي سره باید ورکړل شي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS