پکتیکا کې د مېوو متراکم بڼونه په ثمر راغلې 

qiam_amin
Sat, Aug 07 2021 2:32 PM
پکتیکا کې د مېوو متراکم بڼونه په ثمر راغلې 

په هېواد کې بڼوالي او په ځانګړې توګه د مېوو بڼونه ترټولو مهم سکتور او کرنیز محصولات دي، چې د کورني اړتیاو پوره کولو سربېره د هېواد یو له مهمو صادراتي توکو څخه شمېرل کېږي. د مېوو تولیداتو د زیاتوالي او د بڼوالۍ د پراختیا لپاره د اقلیمي شرایطو په پام کې نیولو سره په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې پیل شوي دي،  چې له هغې ډلې یې یو هم پکتیکا ده.
پکتیکا د هېواد له هغو کرنیزو ولایتونو څخه ده، چې ‌ډېری وګړي یې په کرنه او بڼوالۍ بوخت دي، مېوې او سابه( ترکارۍ) یې یو له مهمو حاصلاتو څخه شمېرل کېږي. د دې حاصلاتو یوه لویه برخه بهرنیو هېوادونو ته په بېلابېلو وختونو کې صادرېږي، چې په بهرنیو هېوادونو کې یې خورا ښه نوم خپل کړئ دی.
د یاد ولایت د ګڼو مېوو او کرنیزو محصولاتو په ډله کې یو هم د مېوو متراکم بڼونه دي، چې  له تېرو څو کالونو راهیسې له اېښودو سره سم د خورا ښې پالنې او روزنې په پایله کې حاصل ته رسېدلي دي.
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس فضل الربي زمانزی وایي، چې د کرنې ریاست د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لارې جوړي شوي او اېښودل شوي بڼونو خورا ښه پایله ورکړي ده، چې یو شمېر یې په مېوو نیولو راغلي دي.
د ښاغلي زمانزي په وینا په تېر ۱۳۹۸او ۹۹ یم کالونو کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP»له لورې ۳۳ جریبه متراکم بڼونه په مرکز شرنه، خیرکوت، اورګون او جانیخیلو ولسوالیو کې بڼوالو ته جوړ کړي دي او تر څنګ یې د بڼوالۍ اړوند وسایل هم ورکړل شوي دي، چې د سمې پالنې او روزنې وروسته یاد بڼونه حاصل ته رسېدلي دي. 
دغه راز د یاد ریاست د چاروکو له خولې راون ۱۴۰۰م کال هم په یاد ولایت کې ۲۵ جریبه د مڼو متراکم بڼونه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژې «HVCDSP» له لارې د یاد ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې هم جوړ شوي دي. دغه راز د کرنې ریاست له لورې سږ کال شاوخوا تر سل زرو پورې نیالګي وېشل شوي دي، چې  د نیالګیو بې ساري وېشل د خلکو تقضا د بڼوالۍ لپاره خورا زیاته کړي ده.
د مڼو ګڼ شمېر بڼونه د پکتیکا ولایت په مرکز شرنه، اورګون، یوسف خېل، یحی خېل، جاني خېل، خیر کوټ، مټاخان او اومنې ولسوالیو کې د بڼوالو له خوا جوړ شوي، چې یوازې په یحی خېلو ولسوالۍ کې د هر بڼوال د مڼو شمېر شاوخوا له ۳۰۰ څخه پیل تر ۱۵زرو نیالګیو پورې رسیږي، چې په منځنۍ توګه هر بڼوال له ۲ زرو څخه تر ۶ زره نیالګي لري، چې خورا ښه حاصل هم ورکوي.
په ورته وخت کې د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له لارې پکتیکا ولایت کې ۳۳ د مڼو صفرانرژۍ سړې خونې هم جوړ شوي دي، چې ورسره به د بڼوالو محصولات خوندي، مارکټ مدیریت او په ټوله کې د خوسا کېدو او خرابېدو مخه نیول کېږي.
عبدالقدوس ګهیځ د پکتیکا ولایت د جانیخیلو ولسوالۍ د متراکمو بڼونو څخه برخمن شوی بڼوال دی، چې د سل شاوخوا جریبې ځمکې په درلودلو سره یې په خپله ځمکه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لارې په ۲۰۱۹ کال کې متراکم بڼ جوړ کړی دی، چې اوس یې بڼ حاصل ته رسېدلی.
عبدالقدوس ګهیځ خوښ دی، چې له کمې ځمکې څخه یې په ډېرې ګټې اخېستنې سره ښکلی بڼ ورته جوړ کړی دی هغه وایي، چې جوړ شوي بڼ هڅولی تر څو په خپلې پاتې کروندې کې ورته نور بڼونه هم جوړ کړي او د کرنې وزارت څخه  هم غواړي چې د متراکمو بڼونو جوړلو ته دې لا پراختیا ورکړي.
د ګهیځ په وینا تر دې مهاله یې له بڼ څخه د سیمې لسګونو اوسېدونکو لیدنې او کتنې کړي دي او په ګڼ شمېر سیمه وال یې د متراکمو بڼوڼو غوره پایلې هڅولي تر څو د دودیزو بڼونو په څنګ کې متراکم بڼوڼه هم کېږدي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ د پراختیا، ودې او د بڼوالو د لا هڅونې لپاره د هېواد په ګڼو ولایتونو کې په ګڼ شمېر متراکم بڼونه جوړ کړي دي، تر څو له دې لارې بڼوالۍ پراخه، د مېوو له پلوه په ځان بسیا، د بزګرانو او بڼوالو د عوایدو کچه زیاته او د تولیداتو اندازه لوړه شي، چې جوړښت یې خورا ښې پایلې ورکړي دي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS