پکتیا کې د څړځايو د مدیریت په موخه د ۲۰ بابه سايلج خونو د جوړونې چارې بشپړې شوې

qiam_amin
Wed, Aug 04 2021 10:37 AM
پکتیا کې د څړځايو د مدیریت په موخه د ۲۰ بابه سايلج خونو د جوړونې چارې بشپړې شوې

۱۳ زمری ۱۴۰۰
د‌ پکتيا کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ځنګلونو او طبيعي سرچينو آمريت د څړځايونو پروژې په اډانه کې د تيرې اړوند اودکي په سيمه کې د ۲۰ بابه سايلج خونو د جوړونې چارې د يادې سيمې د څړځايونو ټولنې په همکارې بشپړې شوې.
د پکتيا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنير محمد دين مومند وايي، چې د څارویو خوراکي توکو زېرمه کولو، مالدارۍ پراختيا، د څړځايونو د مدیریت او نباتی پوښښ د زياتوالي په موخه يې د اودکي په سيمه کېد ۲۰۰ هکټاره څړ ځای د تنظیم په موخه يې بېلابېلې کوچنی پروژې تر کار لاندې دي.
ښاغلی مومند زیاته کړه، چې د څړځايونو په تنظيم سره به مالداري پياوړې، د خاورې د تخريب او اوبو په ضايعاتو کې به کموالی رامنځته شي.
د سيمې وګړو د يادې پروژې په پلي کيدو خوښي وښوده او د کرنې رياست دوامداره ملاتړ يې وستایل.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS