سبو پلازمېنه کې د رومي بانجانو تولیدات په زیاتېدو دي

naim.rezai
Sat, Jul 31 2021 2:28 PM
سبو پلازمېنه کې د رومي بانجانو تولیدات په زیاتېدو دي

د بزګر اونیزه | نورالله پتمن
لغمان، چې د افغانستان د سبو د پلازمېنې په نوم شهرت لري، د ورځې لسګونه موټره سابه مرکزې ولایتونو په ځانګړې توګه کابل ته صادروي.
رومي بانجان، بېنډۍ، تور بانجان، بادرنګ، کدو، کدوګک، پالک، پیاز، کچالو، ګندنه، ګلپي، کرم، کاهو، شلغم، سره او سپینه ملی، ترایي او تره او یوشمېر نور ترکارۍ د هغو سبو له ډلې څخه دي، چې په لغمان کې په ځانګړې توګه  د لغمان مرکز مهترلام او ددې ولایت د علینګار، علیشنګ او قرغه یو په ولسوالیو کې ډېر کرل کېږي.
د لغمان ولایت د سبو ډېری برخه مرکزې ولایتونو له ډلې کابل ته صادرېږي. په لغمان کې د سبو راټولولو ۱۵ مرکزونه فعالیت لري، چې ددغو مرکزونو له لارې سابه راټول او بیا مرکزې ولایتونو ته صادرېږي. په دې برخه کې زرګونه کسان په کار بوخت دي. د لغمان سابه تر غزني او بغلان ولایتونو هم رسېږي.
د دې ولایت ترکارۍ او نور اړوند محصولات، د لغمان د خلکو اړتیاو سبېره د ختیځ او کابل ولایتونو اړتیاوې هم پوره کوي.
د یاد ولایت د ترکاریو او سابو له ډلې یې یو هم د دې ولایت مهم او غوره محصول رومي بانجان دي، چې هر کال په زرګونه ټنه رومي بانجان په بېلابېلو وختونو کې ترې راټولېږي، چې له راټولېدو سره سم یې د پلور ځانګړو مارکېټونو ته د پلور په مخه وړي.
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د دوی ارزونې ښیي چې تېر کال ته په کتو یې د رومي بانجانو په کښت او تولید کې شاوخوا لس سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د لغمان ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د دې ولایت په مهترلام، قرغه یو او الینګار ولسوالیو کې د رومي بانجانو کرکېله ډېر کیږي، چې تر ټول زیات تولید د یاد ولایت قرغه یو ولسوالۍ جوړه وي او نورې ولسوالۍ یې هم په تولید کې رغنده رول لوبوي.
د یاد ریاست د چاروکو د مالوماتو له مخې د لغمان په ولایت کې د رومي بانجانو کرکېله د شنوخونو له لارې هم کېږي. د دوی په خبره که څه هم د شنوخو له لارې په دې ولایت کې د رومي بانجانو کرکېله کمه ده خو هڅه کوي تر څو په ټولو وختونو کې د شنو خونو له لارې د رومي بانجانو کښت او تولید زیات کړي.
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دوی په دې ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو د لوړولو او د موسمي نباتاتو د کرکېلي د پراختیا په پار هلې ځلې کوي او د شنوخونو د حاصلاتو ښې پایلې دوی هڅولي، چې د شنو خونو د جوړولو لړۍ نوره هم پیاوړې او ګړندۍ کړي.
په ورته وخت کې د لغمان د کرنې ریاست کروندګرو ته د سیمه ییزو ترویجي پرګرامونو پرمټ ګڼې رزونیزې برنامې هم پلي کړي دي، چې په ترڅ کې یې په زیات شمېر کروندګرو د کرنې اړوند مناسبې لارې چارې هم زده کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ۱۳۹۹ یم کال د احصایې شمېرې ښیي، چې تېر کال د یاد ولایت په ۱۵۲ هکټاره ځمکه رومي بانجان کرل شوي وو چې له هر هکټار څخه ۲۵ ټنه حاصل په لاس راغلی وو چې په ټوله کې ۳ زره او ۸۲۰ ټنو ته یې د تولید کچه رسېده.
دغه راز د یاد ولایت کروندګر هم د خپلو کروندو له حاصلاتو خوښ دي او وایي، چې کروندو یې د ژوند اړخونه بدل کړي او له دې لارې په بېلابېلو فصلونو کې په کافي اندازه پيسې لاسته راوړي.
محمد امین د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې له ډېره وخت د ترکاریو په کرنه بوخت دی. هغه سږ کال هم د نورو سابو تر څنګ د خپلې کروندې دوه جریبه ځمکه د رومي بانجانو کرکېلې ته ځانګړې کړې ده، هغه وایي چې سږ کال یې د رومي بانجانو کښت ښه وده کړې ده، چې له یوه جریبه ځمکې یې شاوخوا تر یو زرو ۲۰۰ منه پورې حاصل لاسته راوړی دی، هغه وایي که څه هم نورو سابو ته په کتو یې پالنه او روزنه یو څه سخته ده خو بیې یې بیا ډېرې ښې دي.
دغه راز محمد اکبر چې له تېرو لسو کالو راهیسې په دې برخه کې کار کوي وایي، چې د خپلو کروندو څخه د حاصلاتو په راټولو سره سم یې په خپلو کروندو کې پر سوداګرو پلوري چې دې کار یې کروندې لا پراخې کړي دي.
هغه د کرنې وزارت څخه غواړي چې د اصلاح شویو تخمونو، روزنیزو پرګرامونو او د ناروغیو او افاتونو د درملو په برخه کې دې ورسره مرسته وکړي تر څو وکولای شي په ښه ډول سره له خپلو کروندو څخه حاصل واخلي.
د هېواد ختیځ ولایتونه د کرنیزو محصولاتو لپاره خورا ښه او متنوع اقلیم لري، چې له هغې ډلې یې د سابو کرکېلي او تولید لپاره مساعد چاپېریال خپل کړی دئ او ورځ تر بلې یې د سابو د کښټ لپاره د کروندګرو لېوالتیا مخ په لوړېدو ده.
دکرنې وزارت دهلو ځلو په ترڅ کې، له تېرو څو کلونو راهیسې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د ترکاریو د پراختیا په پار ګڼ پرګرامونه پلي شوي دي، چې خورا ښه پایله یې ورکړي ده، چې هم ښه حاصلات ورکوي او هم ژر حاصل ته رسېږي، چې له هغې ډلې کابل، لوګر، فاریاب، بغلان، تخار، ننګرهار،هلمند او هغه ولایتونه دي، چې د رومي بانجانو ډېرې کروندې په کې جوړې او ډېر حاصلات له همدغو ولايتونو څخه راټولېږي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS