کونړ کې د کب روزنې صنعت د پراختیا په پار هڅې

content_admin
Wed, Jul 28 2021 4:29 PM
کونړ کې د کب روزنې صنعت د پراختیا په پار هڅې

۶ زمری ۱۴۰۰
کونړ کې د کب روزنې چارې او فارمونه  د ودې په حال کې دي او په تېرو څو کالونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په دې ولایت کې د کب روزنې د ترویج او دودولو په پار د کب روزنې د ګڼ شمېر فارمونو د جوړولو ترڅنګ ددې ولایت له کب روزونکو سره هر اړخیزې تخنیکي او مالي مرستې او همکارۍ کوي. ددغو مرستو او همکارویو په ترڅ کې دکونړ ولایت په نرنګ، خاص کونړ، نورګل، سرکاڼو او  څوکۍ ولسوالیو کې د ګرمو اوبو ماهیانو د بچیو د تولید یو باب هچري او ۴۶بابه د ماهیو یوجریبه فارمونه جوړ شوي دي.
د کونړ د کرنې ریاست د چارواکو په خبره په یاده هچري(Hatchery)   کې د کارپ درې ډوله (کامون کارپ، سلور کارپ او ګراس کارپ) کبانو بچي تولیدېږي، چې د تولید وړتیایې ۲.۲ میلیونه ده، چې ورسره به د دې ولایت د ګانډو ولایتو د کب روزنې فارمونو یوشمېر ستونزې هوارې شي. دغه راز په کونړ کې د کبانو ۴۶ جوړ شوي فارمونه هر یوه یې د دوه زره کبانو د روزنې وړتیالري، چې دکال ۹۰ ټنه د کبانو غوښه تولیدوي.
د کونړ د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې وزارت له خوا ددې ولایت د کبانو روزنې د فارم لرونکو د ملاتړ او په دې ولایت کې د کب روزنې د ترویج په پار په کونړ کې د ګرمو اوبو ماهیانو د بچیو د تولید د هچري او د کب روزنې ۴۶ بابه یو جریبه فارمونه چې هر یوه یې د دوه زره کبانو د روزنې وړتیالري د جوړولو ترڅنګ، د یادو فارمونو د کب روزونکو سره د مرستې په پار پر دوی د کب روزنې اړین توکي هم وېشلي دي.
دوی وویل، چې په دغو وېشل شویو توکو کې، لوی او متوسط پلاستیکي تشتونه، ډولچې، مېټرونه، ټرمامیټرونه، پلاستیکي موزې، د اوبو ضد ځانګړي جامې، فلزي خادې، د اوسپنې جال، خوریانې، یخچالي بکسونه، د کوترې ماشین له جنراټور سره، د کبانو نیولو کوچني، لوی او متوسط جالونه او د اکسیجن د منحلولو په پار فواري ماشینونه او لمریزې تختې شامل دي.
د کونړ د کرنې ریاست د چارواکو په خبره، خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پار په پام کې ده، چې په دې ولایت کې د کبانو ډېر شمېر فارمونه جوړ شي.
په افغانستان کې د کب روزنې د فارمونو شمېر څه باندې دوه زرو ته رسیږي، چې ډېری یې په کندهار، هلمند، ارزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونوکې شتون لري.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS