نیمروز کې د پنبې ۷۰ ننداریزې کروندې جوړېږي
![ایجاد ۷۰ قطعه نمایشی پنبه در نیمروز](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2021-07/205411388_4471096512914914_1984998335736614027_n.jpg)
۱۵ چنګاښ ۱۴۰۰
د نیمروز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت بزګرانو ته د پنبې ۷۰ ننداریزې کروندې جوړېږي.
د نیمروز د کرنې ریاست د یادو ننداریزو کروندو جوړولو په پار ددې ولایت پر یوشمېر بزګرانو د پنبې ۸۴۰ کیلو ګرامه تخم، درې زره او ۵۰۰ کیلو ګرامه «DAP» سره او ۳۵ لیټره درمل وېشلي د ي.
دغو بزګرانو ته د پنبې کرکېلي، حاصل ټولولو او تولید په برخه کې روزنه هم ورکړل شوې ده.
د ویلو ده، چې د نیمزو ولایت اقلیمي شرایط پنبې کرکېلي او تولید ته مساعد دی.