جوزجان کې په ۳۸۰ کروندګرو مېرمنو د مرخېړیو تولید کڅوړې ووېشل شوې

۱۳ چنګاښ ۱۴۰۰
د جوزجان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د مرخېړیو د ترویج او پراختیا په پار د «WHH» دفتر په مالي ملاتړ د «PRB» خیریه موسسې له لارې په ۳۸۰ کروندګرو مېرمنو د مرخېړیو د کرکېلي او تولید کڅوړې وېشلي دي.
په یادو کڅوړو کې، چې د اوبو کولر، فلزي میز، قیچي، جالۍ، پلاستیکي څوکۍ، د ستکشې او یوشمېر نور اړین توکي شامل دي، د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښآر او آقچې ولسوالۍ پر ۳۸۰ کروندګرو مېرمنو وېشل شوي دي.
له دغو کڅوړو برخمن شوې مېرمنې له یادو مرستو څخه د مننې او خوښۍ ترڅنګ د ورته مرستو د دوام غوښتونکې شول