د نیمروز ولایت بڼوال د خرماوو بڼونو جوړولو ته لېوال شوي

mail-admin
Tue, Jun 29 2021 11:59 AM
د نیمروز ولایت بڼوال د خرماوو بڼونو جوړولو ته لېوال شوي

۸ چنګاښ ۱۴۰۰
د نیمروز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت بڼوال د خرماوو بڼونو جوړولو ته لېوال شوي دي او ټاکل شوې، چې د پنځو کالو په ترڅ کې په دې ولایت کې د خرماوو ۳۰۰ هکټاره سوداګریزه بڼونه جوړ شي.
یاد ریاست وایي، چې د نیمروز ولایت د نویو بڼونو له ډلې د خرماوو، عنابو او پستې بڼونو جوړولو په پار مناسب اقلیم لري.
دنیمروز د کرنې ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د خرماوو د ۳۰۰ هکټاره سوداګریزو بڼونو جوړولو په پار پنځه کلنه برنامه لري او ددې برنامې پر اساس، په ۱۳۹۹یم کال کې په ۲۵ جریبه ځمکه کې د خرماوو بڼونه احداث شوي دي او سږکال هم ۱۲۵ جریبه نور بڼونه جوړېږي. دا بڼونه په سوداګریزه بڼه جوړېږي.
د چهاربرجک ولسوالۍ د رباط د سیمې مخکښ بڼوال شاه محمد هغه بڼوال دی، چې د سوداګریز بڼ لپاره د خرماوو څه باندې ۲۰ زره نیالګي اېښي دي.

 

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS