پکتیا کې د ځنغوزیو ځنګلونو د پراختیا او بیارغونې په پار تړونونه لاسلیک شول

content_admin
Sun, Jun 27 2021 5:58 PM
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د ځنغوزیو ځنګلونو د پراختیا او بیارغونې په پار د ۷.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ځنغوزیو مستقیم کښت لپاره د توکو د پېرلو تړونونه لاسلیک کړل.

۶ چنګاښ ۱۴۰۰
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د ځنغوزیو ځنګلونو د پراختیا او بیارغونې په پار د ۷.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ځنغوزیو مستقیم کښت لپاره د توکو د پېرلو تړونونه لاسلیک کړل.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي، د پکتیا د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس انجنیر محمددین مومند، د تړونکوونکو شرکتونو چارواکي او یوشمېر سیمه ییزو چارواکو شتون درلود.
د پکتیا د کرنې رییس انجنیر محمددین موند وویل، چې په دغو تړونونو کې د درې میلیونه او ۷۴۹ زره او ۷۶۰ افغانیو په ارزښت د باختر بڼ کرنیز شرکت سره د ځنګلوالۍ ۳۶ ټولنو ته د ځنغوزیو د ۱۴۴۰ کیلو ګرامه تخمونو او ۱۱.۵۲ کیلوګرامه « Thiram»  فنګس وژونکو درملو پېرل او د اریج سوداګریز شرکت سره د درې میلیونه او ۴۹۲ زره افغانیو په ارزښت د ځنګلوالۍ ۳۶ ټولنو ته د۳۶۰۰  بنډله ازغن تار،۱۸۰۰ پلاستیکي سبدونو او ۳۶۰ نې ټیشو د پېرلو او چمتوکولو تړونونه شامل دي.
ښاغلی مومند وايي، چې د یادو توکو له اخیستو څخه يې موخه د ځنغوزیو د ځنګلونو ساتنه، بیارغونه او پراختیا ده، چې نوموړي توکي به ځاځي اریوب، څمکنیو، جاني خېل، شواک او ګردې څیړۍ د ځنګلوالۍ ۳۶ ټولنو په واک کې ورکړل شي، چې پر مټ به يې ۷۲۰ هکټاره ځنګلونه ورغول شي.
دغه راز په دې اړه غونډه کې د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په برخه کې یاده پروژه مهمه وبلله او د شرکتونو له مسولینو یې وغوښتل، چې پر خپل وخت باکیفیته توکي او تخمونه یاد ریاست ته په واک کې ورکړي.
 ښاغلي سهي د پکتیا د کرنې ریاست د کړنو ستاینه وکړه او غوښتنه يې وکړه، چې په دې برخه کې خپلې چارې لا ګړندۍ کړي.
پکتیا د افغانستان د جلغوزیو، چارمغزو او طبیعي ځنګلونو له برخمنو ولايتونو څخه دی، چې د دغو ځنګلونو یوه برخه له منځه تللې، خو اوس د کرنې وزارت ددې ولایت د طبیعي ځنګلونو د بيا رغونې په پار هلې ځلې کوي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS