خوست کې د کورنیو باغچو جوړولو په پار د سبو تخمونه ووېشل شول

content_admin
Tue, Jun 22 2021 4:57 PM
خوست کې د کورنیو باغچو جوړولو په پار د سبو تخمونه ووېشل شول

د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت د کرنې او خوړو خودیتوب بېړنۍ پروژې «EATS» په همکارۍ ددې ولایت په یوشمېر کروندګرو د کورنیو باغچو جوړولو په پار د سبو اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي.
د خوست د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د «EATS» پروژې په همکارۍ د نادر شاه کوټ ولسوالۍ د نوي کوټ دکانال په سیمه کې ۱۰۰ پکیجه، د شمل دشموڼي کانال په سیمه کې ۸۰ پکیجه او دلکڼو د ویسار کانال په سیمه کې ۱۰۰ پکېجه د سبو بېلابېل تخمونه پر کروندګرو وېشل شوي دي.
د خوست د کرنې ریاست د چارواکو په ټکو په ورته وخت کې دنادرشاه کوټ د نوي کوټ کانال، دشمل شموڼي کانال او دلکڼو د ویسار کانال تخنيکي سروې هم تر سره شوه، چې کارونه به يې په نږدې راتلونکې کې په عملي ډول پیل شي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS