د پکتیا د تیرې ټنډانو په سیمه کې د آبريزې رغولو چارې پیل شوې

mail-admin
Sat, Jun 12 2021 3:00 PM
د پکتیا د تیرې ټنډانو په سیمه کې د آبريزې رغولو چارې پیل شوې

۲۲ غبرګولی ۱۴۰۰
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د اړیکو دفتر لخوا د دې ولایت مرکز ګردیز اړوند د تیرې ټنډانو په سیمه کې د آبرېزې (واټرشیډ) د رغولو چارې پیل شوې.
په اړوند یې جوړو شویو مراسمو کې د پکتیا والي محمد حلیم فدایي، د ملي امنیت مرستیال، د کرنې رييس انجنیر محمد دین مومند، د چاپېریال ساتنې رييس انجنير بهیر ګل صابري، د سکتور رييس انجنير سلطان، د اړیکو دفتر د زون مسؤل انجنير احمد رحیم خوستي، د ټنډانو د کلي مشرانو، ځوانانو او د ځنګلدارۍ ټولنې غړو ګډون کړي و.
د پکتیا والي محمد حليم فدایي د دغه واټرشیډ په جوړېدو د خوښۍ ترڅنګ د سیمې خلکو ته وویل؛ دولت تل هڅه کوي، چې ملت ته کار وکړي او د خلکو د ژوند دبقا لپاره ورته اقتصادي او کاري فرصتونه برابر کړي.
په همدې حال کې د پکتيا د کرنې رييس محمد دين مومند په یادو مراسمو کې وینا وکړه، او وې ویل چې په دغه واټر شیډ کې به ټرېنچونه او چک ډیمونه جوړ او پکې به دوه زره ۷۰۰ اصله د چهارمغزو، زردالو او بادامو نیالګي کېنول شي، چې له یوې خوا به مو ځنګلي سيمه رغول شوې وي او له بلې خوا به مو د سیمې خلکو ته د ۷۰۰۰ کاري ورځو کاري فرصتونه او ۶۰۰ کورنیو ځنګلدارانو اقتصادي اړتیا د پوره کولو لپاره کار کړئ وي.
نوموړي وويل، چې د واټر شيډ په سيمه کې به ۵۰ کیلو د زیرې تخم، د رشقې تخم، ۸۰ کیلو د شاخلو تخم، ۸۰ کیلو انجې تخم، او همدا رنګه به د میوې لرونکو او بې میوې ونو تخمونه په مستقیم ډول وکرل شي.
همدارنګه به د ټنډانو واټر شيډ نیالګیو د خړوبولو لپاره د اوبو رسولو منظم سیستم هم جوړ شي.
د ټنډانو د واټرشیډ ټول تخمین شوې لګښت درې میلیونه افغانۍ ده چې ۸۲ سلنه لګښت یې د ټولنيز پراختيا او تلپاتې معيشت پروګرام او ۱۸ سلنه یې د درې واټرشیډ ځنګل لرونکې ټولنې په غاړه ده.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS