پکتیا کې د شېدې ټولولو د مرکز رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

content_admin
Tue, May 25 2021 9:20 AM
پکتیا کې د شېدې ټولولو د مرکز رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۴ غبرګولی ۱۴۰۰
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې ددې ولایت په مرکز ګردیز کې د شېدې ټولولو د مرکز رغنیزې چارې بشپړ او د یاد ولایت د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د پکتیا د کرنې رییس محمدالدین مومند وایي، د شېدې ټولولو دغه مرکز چې دکرنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه جوړه شوې ده، د جوړولو لګښت یې ۳.۲ میلیون افغانۍ ده. دغه مرکز چې په ۲۴ ساعتونو کې له درې تر پنځه زره لېټره شېدې د ټولولو په وړتیا سره جوړه شوې عصري خونې، د زېرمې خونه، او ګدام لري.
ښاغلی مومند وایي، چې د شېدې ټولولو یاد مرکز په مستقیمه توګه له کلیوالو مالدارانو شیدې راټولوي او په دې مرکز کې یې پروسسوي، چې هم د کلیوالو مالدارانو د اقتصادي ودې لامل کېږي او هم په هېواد کې د لبنیاتو د پروسس د پراختیا په برخه کې د پام وړ مرسته کوي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي وویل، چې دغه مرکز به د مالدارانو ستونزې د خپلو محصولاتو د عرضه کولو په برخه کې تر ډېره حل کړي او له مالدارانو یې وغوښتل، چې خپلې مالدارۍ ته پراختیا ورکړي او د وطني محصولاتو په زیاتوالي کې د پام وړ بدلون راولي. هغه دغه راز له هېوادوالو وغوښتل، چې د بهرنیو توکو پر ځای له خپلو تولیداتو څخه ګټه پورته کړي.
ښاغلی سهي د کرنې ریاست کړنې او هڅې وستایلې، چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې یې ترسره کړي دي.
د مالدارانو په استازولی ملک ظفر او عبد الرحمن خبرې وکړې، د شېدو راټولو د یاد مرکز په جوړېدو یې خوښي څرګنده کړه او د کرنې ریاست څخه یې مننه وکړه، چې تل یې د بزګرانو او مالدارانو لپاره نه ستړې کیدونکې هلې ځلې او خدمتونه کړي دي.
په ورته وخت کې، ددې غونډې په ترڅ کې ۱۰۰ مالدارنو ته د شېدې ټولولو کېټونه هم ورکړل شول.
د یادو مرکزونو د جوړولو موخه د مالدارۍ د تولیداتو له لارې د خوړو خوندیتوب، د مالدارۍ وده او پراختیا، د مالدارۍ محصولاتو زیاتوالی، د مالدارۍ محصولاتو ته بازارمونده، دمالدارانو ستونزو ته رسېدنه او په ټوله کې د مالدارانو اقتصادي وده ده.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS