کندز کې د ممګلي د اوبو لګولو کانال چارې په بشپړېدو دي

content_admin
Sun, May 23 2021 3:49 PM
کندز کې د ممګلي د اوبو لګولو کانال چارې په بشپړېدو دي

۲ غبرګولی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د آمو پنځمې حوزې سکتوري پروژې چارواکي وایي، چې د کندز د ممګلي د اوبولګولو کانال چارې ۹۰ سلنه بشپړ شوي دي، چې پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د ممګلي د اوبو لګولو کانال د کندز ولایت مرکز اړوند سیمه کې موقعیت لري.
یاد کانال د ګل تیپې له عمومي کانال څخه سرچینه اخلي او په ټولییزه توګه اوه کیلو متره اوږدوالی لري. دا کانال ۱۸ درېیمه درجه کانالونه لري او په ټوله کې یو زر او ۲۰۰ جریبه ځمکه خړوبوي. د یاد کانال په بشپړیدو سره به د سیمې د بزګرانو کرنیز حاصلات لوړ او د اوبو د ضایعاتو اساسي مخنیوی وشي. ددې کانال څخه ۲۵ کورنیو ته په نیغه توګه ګټه رسېږي.
باید وویل شي، چې د کرنې وزارت اړوند د آمو پنځمې حوزې سکتوري پروژه د هېواد په درېوو ولایتونو (بدخشان، تخار او کندز) کې د اوبو لګولو، آبریزو، ننداریزو ټوټو او همدارنګه بزګرانو ته د روزنیزو پروګرامونو په برخه کې کار کوي. یاده پروژه د آسیايي پراختیايي بانک (ADB) او اروپایي ټولنې (EU) لخوا تمویل او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لخوا پلي کېږي. نوموړې پروژه د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د اوبو لګولو یو زیات شمېر دویمه او درېیمه درجه کانالونه بشپړ کړې او همدارنګه د یو شمېر کانالونو رغنیزې چارې تر کار لاندې دي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS