د ننګرهار د هندواڼو سږني حاصلات به څه باندې ۷۹ زره ټنو ته ورسېږي

mail-admin
Wed, May 19 2021 10:10 AM
د ننګرهار د هندواڼو سږني حاصلات به څه باندې ۷۹ زره ټنو ته ورسېږي

۲۹ غویی ۱۴۰۰
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د پخوا په پرتله خلک د هندواڼو کرکېلي ته لېوال شوي، چې ورسره په دې ولایت کې د هندواڼو کروندې او حاصلات کال په کال زیاتېږي.
د چارواکو په خبره د ننګرهار د اتو ولسوالیو «کامه، بهسود، کوزکونړ، کوټ، بټي کوټ، ګوشته، خوږیاڼي او سره رود» په ۱۹۹۵ هکټاره ځمکه کې سږکال هندواڼې کرل شوي، چې د اټکل له مخې به ۷۹ زره او ۲۰۱ مټریک حاصلات ترې تر لاسه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېرکال ددې ولایت په ۱۸۴۰ هکټاره ځمکه هندواڼې کرل شوې وې، چې ۷۳ زره او ۶۰۰ ټنه هندواڼې ترې راټول شوې وه.
دننګرهار د کرنې ریاست ددې ولایت د هندواڼو سږنۍ حاصلات د تېرو کلونو په پرتله ښه بولي او وایي، چې بزګرانو سره د کرنې وزارت همکارۍ، په عصري بڼه کرکېله، غوره تخم انتخاب او د طبیعي افتونو نشتون ددې لامل شوي، چې د هندواڼو حاصلات زیات شي.
په ننګرهار کې د سیمه ییزو ډولونو سربېره د هندواڼو د «رېنا، ایکسټریم، فونکس، پتاسه او ګلوري ډولونه» هم کرل شوې، چې هر جریب څخه یې ١١ سوه منه حاصللاسته راځي.
ننګرهار د هندواڼو کرکېلي او ودې لپاره مناسب اقلیم لري؛ په همدې موخه ددې ولایت ډېری بزګران هندواڼو کرکېلي ته زړه ښه کوي.
د ننګرهار ولایت د هندواڼو حاصلات په مناسب موسم کې بازار ته وړاندې کېږي او د پلور ښه فرصت لري.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS