کونړ کې د شفتالو حاصلات ډېر شوي
![کونړ کې د شفتالو حاصلات ډېر شوي](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2021-05/183508333_4301876383170262_7257566330493106382_n.jpg)
۱۹غویی ۱۴۰۰
د کونړ دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست او همکارو پروژو له خوا په دې ولایت کې د نورو بېلابېلو مېوو د بڼونو ترڅنګ د شفتالو بڼونه هم جوړ شوي، چې یوشمېر یې په حاصل راغلي او یوشمېر نور یې په راتلونکې کالونو کې په حاصل راځي.
د کونړ دکرنې ریاست وایي، چې ددې ولایت په یوزرو ۱۰۰ جریبه ځمکه د شفتالو بڼونه جوړ شوي دي، چې له دې ډلې ۵۵۰ جریبه یې په حاصل راغلي دي او د اټکل له مخې له یادو بڼونو به سږکال نږدې زر مټریک ټڼه حاصل راټول شي.