د سویابینو دودولو او پراختیا په پار ۴۲۰ ننداریزې کروندې جوړېږي

content_admin
Wed, May 05 2021 2:36 PM
د سویابینو دودولو او پراختیا په پار ۴۲۰ ننداریزې کروندې جوړېږي

۱۵غویی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په ۱۴۰۰م کال کې د سویابینو دودولو او پراختیا لپاره د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سویابینو ۴۲۰ ننداریزې کروندې جوړوي.
د کرنې وزارت د ۱۴۰۰م کال د پلان له مخې د هېواد په ۱۷ ولایتونو هرات، سرپل، کندز، بلخ، خوست، ننګرهار، تخار، سمنګان، فاریاب، جوزجان، بغلان، کاپیسا، هلمند، کندهار، لغمان، پکتیا او پراون ولایتونو کې د سویابینو ۴۲۰ ننداریزې کروندې جوړېږي.
دا ننداریزې کروندې د عصري ټکنالوژیو د پېژندنې په پار هر یو یې په یو جریبه ځمکه کې کروندګرو ته جوړېږي تر څو له دې لارې کروندګرو ته د سویابینو د کرکېلې نوي لارې چارې ورزده او لا پراختیا ورکړي.
د سویابینو کرکېله په ۲۰۰۳ ام کال کې دود شوې ده، چې اوس په یو مهم کرنیز توکي بدل شوې او د هېواد په ډېرو ولایتونو کې کرل کېږي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د سویابینو د ترویج او پراختیا په پار په مرکز او ولایتونو کې بزګرانو ته د سویابینو ننداریزې کروندې جوړ کړي دي او دا لړۍ روانه ده.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS