د محلي غواوو نسل اصلاح ته د لوګر د مالدارانو لېوالتیا زیاته شوې
![د محلي غواوو نسل اصلاح ته د لوګر د مالدارانو لېوالتیا زیاته شوې](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2021-04/170433846_4210585892299312_851268255355375924_n.jpg)
۱۹ وری ۱۴۰۰
د مصنوعي القاح له لارې د سیمه ییزو غواوو د نسل اصلاح ته د لوګر ولایت د مالدارانو لېوالتیا زیاته شوې ده.
په لوګر کې د مصنوعي القاح له لارې د سیمه ییزو غواوو نسل د اصلاح په حال کې ده، چې دغواوو د نسل په اصلاح سره حیواني محصولات زیاتېږي او د مالدارۍ د ودې لامل کېږي. د اصلاح شوي نسل غواوې د ورځې له ۲۰ تر ۳۰ ليټره شېدې ورکوي، په داسې حال کې چې د سیمه ییزو نسلونو د غواوو ورځنی شېدې درې تر څلور لیټرو ته رسېږي.