په کرنه کې د نوښتګرو ځوانانو دویم رقابتي برنامه په لاره واچول شوه

mail-admin
Wed, Apr 07 2021 4:03 PM
دومین برنامه رقابتی نوآوران جوان در زراعت راه‌اندازی شد

۱۸ وری ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د افغانستان د ارزښتلرونکو کرنیزو محصولاتو ځنځیري ارزښت برنامه یا USAID AVC-HVC، د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې USAID  او د کابل د کرنې پوهنځی له خوا دکرنې په سکټور کې د ۲۰۲۱ نوښتګرو ځوانانو ته د سایلۍ دویمه برنامه په لاره واچول.
دا برنامه «له حاصل ټولولو وروسته د ضایعاتو ټیټوالی» تر عنوان لاندې د ارزښت لرونکو کرنیزو محصولاتو له ټولولو وروسته د ضایعاتو د مخنیوي حل لارو په موخه د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال شېرشاه امیري، د کرنې پوهنځی رییس پوهاند غلام رسول فیضي، د افغانستان د ارزښتلرونکو کرنیزو محصولاتو ځنځیري ارزښت برنامې رییس ډاکټر وان اسټراډا، د کابل پوهنتون علمي مرستیال او دکرنې پوهنځي استادانو او زده کړیالانو په شتون کې د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځی د کنفرانسونو په تالاره کې په لاره اچول شوې وه.
شېرشاه امیري، د کرنې وزارت سره د امریکا نړیوالې پراختیاي ادارې له اغېزناکو همکاریو په پار مننه او قدرداني وکړه، هغه وویل، چې ورته برنامې په لاره اچول د کرنې په برخه کې د زده کړیالانو د استعدادونو د ودې لامل کېږي.
ښاغلی امیري وویل، له یادو برنامو څخه په ګټنې سره، زده کړیالان توانېږي، چې د کرنې په برخه کې د شته ستونزو د هوارولو په پار څېړنې وکړي او د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو د کچې ټیټولو په پار اغېزناکې ټکنالوژۍ وړاندې کړي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال ټینګار وکړ، چې داسې برنامې په لاره اچول زده کړیالانو ته انګیزه ورکوي او خصوصي فعالیتونو ترسره کولو ته زمینه برابروي.
شېرشاه امیري وویل، هغه زده کړیالان چې وکولی شي له حاصل ټولولو وروسته د ضایعاتو د مخنیوي په پار اغېزناک او ګټور نوښت وړاندې کړي، د دوی طرحه به د حل لار په توګه انتخاب شي. هغه وویل: «له شپږو میاشتو وروسته به موږ د ګرانو زده کړیالانو د نوښتونو او ابتکاراتو شاهدان وسو او دا به د زده کړیالانو لوی بریالیتوب وي.»
ښاغلی امیري دغه راز وویل، چې له حاصل ټولولو وروسته ضایعات د بزګرانو پر ګټې او اقتصاد منفي اغېزې کړي دي او د کرنې وزارت ددې ستونزې د هوارولو په پآر له نویو ټکنالوژیو په استفادې سره د حل لارې په لټه کې دی.
شېرشاه امیري دغه راز وویل، چې سږکال دکرنې وزارت د څلورم ټولګی زده کړیالانو ته د کار زده کولو ۲۰۰ فرصتونه په پام کې نیولي دي، ترڅو زده کړیالان د کرنې وزارت په فارمونو او پروژو کې خپل یو کاري پړاو تېر کړي او لازم کاري تجربه ترلاسه کړي.
هغه د کرنې پوهنځی مشرتابه څخه وغوښتل، چي د یوې کاري برنامې پر اساس د کرنې پوهنځی زده کړیالان د کرنې وزارت ته ور وپېژني.
شېرشاه امیري دغه راز وویل، چې په بېلابېلو برخو کې به د کرنې وزارت او د کرنې پوهنځی تر منځ د همکاریو کچه زیاته شي او وزارت به د کرنې پوهنځی سره په ګډه څېړنیزې برنامې په لاره واچوي.
د افغانستان د ارزښتلرونکو کرنیزو محصولاتو ځنځیري ارزښت برنامې (AVC-HVC)
 مشر ډآکټر اسټراډا ددې برنامې په پیل غونډه کې وویل، چې له حاصل ټولولو وروسته د ضایعاتو د مخنیوي په پار د حل لار په موندلو کې د زده کړیالانو دخيلېدل ډېر اهمیت لري. هغه وویل، چې د ستونزو د هوارولو په پار باید د زده کړیالانو له پوهې او نوښتونو ګټه پورته شي. هغه وویل: «د کرنې په برخه کې له زده کړیالانو سره موږ خپل ملاتړ ته ادامه ورکوو، د دوی د اړتیا وړ توکي، چې د ستونزو دهوارولو په برخه کې اصلي ونډه لري ورته برابروو.»
په همدې حال کې د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځی رییس غلام رسول فیضي د کابل او ولایتونو د کرنې پوهنځی د زده کړریالانو تر منځ د سیالۍ برنامه په لاره اچول د ارزښت وړ وبلل او په دې برنامه کې د زده کړیالانو د فعالې ونډې اخیستنې غوښتونکی شو.
ددې رقابتي برنامې پایله به په راتلوکو څلورو میاشتو کې په ډاګه شي. په دې موده کې له ټول هېواد څخه د کرنې پوهنځی د زده کوونکو ټیمونو ته لنډمهالې روزنې ورکول کېږي او د نوښتونو د لومړنیو نمونو په برخه کې ورته لارښوونې کېږي.
د روان کال د وږې په میاشت کې، له حاصل ټولولو وروسته د ضایعاتو د مخنیوي په برخه کې د دوی ابتکارات او نوښتونه دکرنې په برخه کې فعالو ادارو او بنسټونو ته وړاندې کېږي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS