لغمان کې پر فارم لرونکو د شاتو مچیو روزنې اړونده توکي وېشل شوي دي
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د شاتو مچیو د صنعت د ودې او د شاتو مچیو دفارم لرونکو د ملاتړ په پار پر۹۴ فارم لرونکو د شاتو مچیو ۳۹ اړینې توکې وېشل شوي دي.
د لغمان د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د شاتو مچیو پر ۹۴ فارم لرونکو د شاتو مچیو روزنې اړوند ۳۹ توکي، وېشلي دي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې د صنعت پیاوړتیا او د فارم لرونکو ملاتړ دي.