د کرنې وزیر بزګرانو ته د چوپړتیاوو وړاندې کولو د لړۍ پر چټکتیا ټینګار وکړ

mail-admin
Wed, Mar 31 2021 4:03 PM
د کرنې وزیر بزګرانو ته د چوپړتیاوو وړاندې کولو د لړۍ پر چټکتیا ټینګار وکړ

۱۱ وری ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، ددې وزارت په نننۍ اداري غونډه کې، ددې وزارت له ټولو چارواکو وغوښتل، چې بزګرانو ته دې د چوپړتیاوو وړاندې کولو لړۍ ګړندۍ کړي.
په دې غونډه کې، چې د کرنې وزارت مرستیالان او د اړوندو ادارو چارواکو او دغه راز د کرنیزو پروژو رییسانو هم ګډون درلود، د ۱۴۰۰ مالي کال پر پراختیایي بودیجې هم خبرې وشوې.
په دې غونډه کې دکرنې وزیر وویل: «په ۹۹یم مالي کال کې، د پروژو په پلی کولو او د بودیجې په لګولو کې ستونزې وې، خو یادې ستونزې په روان مالي کال کې اصلاً د منلو نه دي.»
د کرنې وزارت پراختیایي بودیجه په روان مالي کال کې، ۱۲.۳ میلیارډه افغانۍ ده.
ښاغلی احدي وویل، چې دکرنې وزارت باید خپل بودیجوي امکاناتو ته په کتو د چوپړتیاوو وړاندې کولو لړۍ ګړندۍ کړي او پروژې دې پر خپل وخت پلي شي. په ورته وخت کې ښاغلی احدي ټینګار وکړ، چې سږکال باید ۹۰ سلنه پراختیایي بودیجه ولګول شي او دا مصارف باید معقول او په اغېزناک ډول تر سره شي.
په همدې حال کې، دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال عبدالهادي رفیعي د پروژو د پلي کېدو او د ۱۴۰۰ مالي کال د پلان پر وړاندې شته ستونزو په هکله لنډ مالومات وړاندې کړه او زیاته یې کړه، چې د پروژو له چارواکو څخه سږني ارزونې د بودیجې لګولو او د دوی کړنو ته په کتو تر سره کېږي.
په دې هکله ډاکټر انوارالحق احدي هم وویل، چې روان کال د پروژو د چارواکو ارزونه په سیمه کې د پروژو پروخت پلي کېدو او له فعالیتونو څخه د تر لاسه شویو پایلو پر اساس تر سره کېږي.

 

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS