ادغیس کې د پستې ۸۰ زره نیالګي وېشل کېږي
۱۱ وری ۱۴۰۰
د بادغیس دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت پر یوشمېر اوسېدونکو د پستې ۸۰ زره نیالګي وېشي. د پستې یاد نیالګي په شنوخونو کې روزل شوي دي.
د بادغیس پر یوشمېر اوسېدونکو د پستې نیالګي په داسې حال کې وېشل کېږي، چې بادغیس د پستې ترټولو ډېر طبیعي ځنګلونه لري او سربېره پر دې په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د پستې زرګونه جریبه بڼونه هم جوړ شوي دي.