کرنې په ۱۳۹۹یم مالي کال کې

mail-admin
Tue, Mar 23 2021 2:43 PM
کرنې په ۱۳۹۹یم مالي کال کې

دهقان (بزګر) اوونیزه
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د شمېرو له مخې د روان کال په ترڅ کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۰ زره هکټاره مثمر بڼونه جوړ، احیا او عصري شوي دي، په دغو بڼونو کې د پستې، جلغوزې، بادامو، انګورو، مڼو، لیمو، مالټې، خرماوو، عنابو، د بڼوالۍ قوریې او د زړو بڼونو جوړول شامل دي. د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د څلور زره او ۷۷۱ هکټاره نویو مثمرو بڼونو، د ۱۹۵ متراکمو او نیمه متراکمو بڼونو او د دوه زره زړو بڼونو د جوړولو چارې بشپړې شوي دي.د مڼو نوي بڼونه جوړول د بزګرانو د عوایدو د زیاتولي، د بڼوالۍ د پراختیا او ودې او د بهرني پانګونې د جلب لامل شوي دي او دغه راز بزګرانو ته د دندې زمینه برابره کړې ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ د زېربناوو د جوړولو په پار د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې درې زره او ۹۰۶ ممیزخونې او د انارو او مڼو لپاره ۴۷۲ صفر درجې سړې خونې جوړې کړي دي، دغه راز د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې په ۳۴ ولایتونو کې د پیازو درې زره او ۱۴۹ زېرمتونونه جوړول، د کچالو دوه زره او ۳۴۹ زېرمتونونه جوړول او د سبو او مېوو یوزر او ۹۲ لمریز وچوونکي دستګاوې وېشل، دکرنې په سکټور کې د کرنې وزارت نور فعالیتونه دي.
د زعفرانو د ارزښت لوړولو او دودولو په پار، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د زعفرانو ۳۷۰ ننداریزې کروندې جوړې شوي دي، په وروستیو کلونو کې د کرنې وزارت هلې ځلې په هېواد کې د زعفرانو د تولیداتو د زیاتوالي لامل شوي دي، او د کیفیت له پلوه د افغانستان د زعفرانو ځای لومړی درجې ته رسولی دی، چې د زعفرانو د تولید سږني کچه ۲۱ مټریک ټنو ته رسېدلی دی، په ۱۳۹۸یم کال کې د زعفرانو د تولید کچه ۲۰ مټریک ټنه، په ۱۳۹۷یم کال کې په افغانستان کې د زعفرانو د تولید ټولیزه کچه ۱۶ مټریک ټنه او په داسې حال کې، چې په ۱۳۹۶ کې ۱۰ مټریک ټنه وه.سږکال د ۶۸۹ میلیونه افغانیو په لګښت د اصلاح شویو تخمونو له تولیدوونکو ټولنو د غنمو ۱۴ زره مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه پېرل شوي او پر بزګرانو وېشل شوي دي، چې ۶۲۱ میلیونه افغانۍ د تخم د پېرلو او پاتې نور یې د لېږد لګښت کېږي. د تخمونو ۴۰ سلنه لګښت د بزګرانو او پاتې ۶۰ سلنه لګښت یې د کرنې وزارت پرې کړي دي. دغه راز سږکال د هېواد په کچه ۵.۱ میلیون مټریک ټنه غنم تولید شوي دي، په داسې حال کې، چې افغانستان د کال ۶.۴ میلیون مټریک ټنه غنمو ته اړتیا لري.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د روان کال په ترڅ کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د غنمو یوزر او ۳۰۰ ننداریزې کروندې، په اتو ولایتونو کې د شولو یوزر او ۸۲۰ ننداریزې کروندې، په ۲۰ ولایتونو کې د سویابینو ۳۰۰ ننداریزې کروندې، په شپږو ولایتونو کې د سبو یوزر او ۳۵۰ ننداریزې کروندې، د لوګر او ننګرهار په ولایتونو کې د جوارو ۸۰۰ ننداریزې کروندې جوړې کړي دي. دغه راز د هلمند، سمنګان، هرات او ننګرهار په ولایتونو کې د پنبې ۳۴۰ ننداریزې کروندې جوړ، په ۲۴ ولایتونو کې د ۲۳۳ جریبه قوریو له لارې یو میلیونه او ۹۶۰ نیالګیو تولید او د لغمان په ولایت کې د ۴۴۴ هکټاره ځمکو د بیارغونې په پار د چهارمغزو او جلغوزیو ۲۲۲ زره نیالګي تولید کړي دي.
د روان کال په ترڅ کې د کرنیزو او بڼوالۍ حاصلاتو د زیاتوالي او سیمو پراختیا په پار د پستې، جلغوزې او چهارمغزو  د ۵۰۰ زره هکټار بڼونو جوړولو په پار د پستې او جلغوزې ۴۸۴ کیلوګرامه تخمونه  پېرل شوي او کرل شوي دي، د نورستان په ولایت کې ۱۰۰ هکټاره ځنګلونه بیارغول شوي دي، په پنځو ولایتونو کې د انجې د ارزښت لوړلو په پار د څړځایونو او طبي بوټو د ټولنو پر غړو د ارزښت لوړونې څلور زره کڅوړې وېشل شوي دي او پر دوه زره او ۸۰۰ مبلغو بزګرانو ۱۰۴ میلیونه او ۱۶۰ زره کرنیز او مالدارۍ پورونه وېشل شوي دي.
په همدې حال کې د هېواد په اوو ولایتونو کې یوزر او ۲۹۰ کلیوالو مېرمنو لپاره یوزر او ۲۹۰ کورني باغچې جوړې شوي دي، د ننګرهار په ولایت کې په چیله یې سیسټم سره ۱۰۰ جریبه ځمکه کې سابه کرل شوي دي، په کابل کې پر ۷۰ مېرمنو د مرخېړیو د کرکېلي او تولید ۷۰ کڅوړې وېشل شوي دي، په ۲۸ ولایتونو کې د زر هکټاره نویو بڼونو جوړولو په پار د پستې تخمونه وېشل شوي دي او پر بڼوالو د بڼوالۍ یوزر او ۷۳۰ کڅوړې وېشل شوي دي. په پنځو ولایتونو کې کروندګرو مېرمنو ته د خوراکي توکو د پروسس او سبو وچولو ۲۳ توکي پېرل شوي او وېشل شوي دي او ۱۰۰ مېرمنو ته د لاسي صنایعو اړوند ۱۰۰ کڅوړې پېرل شوي او وېشل شوي دي.
خو یوشمېر پروژې، د کوویډ-۱۹ وبا د خپرېدو، بودیجه یې ستونزو، په یوشمېر فعالیتونو کې د تطبیقي پلان بدلون، د یوشمېر پروژو د برآورد او ډیزان نه بشپړېدل، د یوشمېر پروژو د پلي کېدو په پار د شرایط وړ کورنیو شرکتونو نه شتون، د یوشمېر فعالیتونو د لګښتونو لوړه کچه او د بودیجې د نه شتون له وجې بشپړ شوي نه دي، د دوست هېواد هندوستان ۵۸ زره مټریک ټنه مرسته شوې غنم ولېږدول شوه، د ۱۶۰ شنوخونو چارې ۹۰ سلنه پرمختللي او پاتې چارې یې روانې دي، د هرات په ولایت کې د زعفرانو د څېړنیز انسټیټوټ چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوي دي او پاتې چارې یې روانې دي، د جوزجان په ولایت کې د یو پنډغالې چارې روانې دي او په اوو ولایتونو کې مالدارانو ته د علوفې د پرېکولو ۳۰۰ پایې ماشینونه پېرل شوي، چې په ۱۴۰۰ کال کې پر بزرګانو وېشل کېږي.
ښه کرکېله او ډېر عواید ترلاسه کول، د کرنې وزارت اساسي کړنې دي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د کرنې د ودې او تلپاتې پراختیا په پار، د هېواد په کچه بزګرانو او بڼوالو ته د کرکېلي نوي لارې چارې زده کوي، پر بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشي، د مېوو ژر رسه او ثمربخش نژادونه بڼوالو ته ورپېژني او دغه راز په کال کې لسګونه زره شنې خونې، ګلخونې او کورني باغچې جوړولو، د هېواد په کچه کرکېلي ته د لېوالو مېرمنو وړتیاوې لوړول او د مېرمنو ترمنځ د پروسس د وړتیاوو لوړول د کرنې وزارت لومړیتوبونه دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS