بادغيس کې د بزګر مېله او نوی کال ونمانځل شوه
![بادغيس کې د بزګر مېله او نوی کال ونمانځل شوه](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2021-03/163934629_4159841814040387_6903361430984418479_n.jpg)
۲ وری۱۴۰۰
بادغيس کې د بزګر ورځ "دسولې ونه، د هېواد ابادۍ او پاکوالی" تر عنوان لاندې د نيالګيو اېښودو د مېلې په لاره اچولو او مخکښو بزګرانو ته د ډاليو په ورکولو سره ونمانځل شوه.
د بادغيس ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د بزګرانو د زحمتونو د قدردانی په پار، د بادغيس والي حسامالدین شمس، په پارلمان کې د بادغيس د خلکو استازی ضیاءالدین اکازی، د ولايتي شورا رييس عبدالعزیز بیک او د ولايتي شورا غړي، د ملي اردو د لېوا قوماندان، دملي امنيت رييس،د امنیت آمر، د ملکي ادارو رییسان، د مدني ټولنو فعالان او ډېر شمېر بزګران، بڼوال و مالدارانو په شتون کې دبزګر ورځ ونمانځل.
په دې غونډه کې لومړی د بادغيس والي حسامالدین شمس د بزګر ورځې او ۱۴۰۰ کال مبارکي وويل او د سياسي وضعيت او بنسټيزو پروژو په هکله خبرې وکړې.
ورپسې ويناوال د نوروز جشن، د بزګر ورځې او د بزګرانو د زيارونو په هکله خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د کرنې رياست د کرنيزو چارو آمر عبدالعليم ساجد له خوا د بزګر ملي ورځې په مناسبت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي پيغام ولوستل شوه.
په پای کې د بادغيس ولايت د مقام له خوا ۱۰ مخکښ بزکران تشويق شول او وروسته له نندارتون څخه ليدنه پيل شوه.