پکتيا کې د نيالګيو کېنولو دکمپين پيل د يو افغان يو نيالګی تر شعار لاندې نږدې ۴۰۰ زره نيالګي اېښودل کېږي

content_admin
Thu, Mar 11 2021 6:58 AM
پکتيا کې د نيالګيو کېنولو دکمپين پيل د يو افغان يو نيالګی تر شعار لاندې نږدې ۴۰۰ زره نيالګي اېښودل کېږي

۲۱ کب ۱۳۹۹
دکب شلمه چې په هېواد کې د نيالګيو کېنولو ملي ورځ ده،  په هېواد کې د نيالګيو کېنولو ملي کمپين هم پيلېږي. په همدې موخه دکابل او ګڼو نورو ولايتونو تر څنګ د پکتيا په ولايت کې هم د کب په شلمه د سولې او سمسورتيا، يو افغان يو نيالګی تر شعار لاندې د نيالګيو کېنولو کمپين پيل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي، دکرنې رييس انجنير محمد دين مومند، د ولایتي ادارې ريیسانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او ځوانانو کډون درلود.
دغونډې په پيل کې دپکتيا د چاپېريال ساتنې د ادارې مشر
بهیرګل صابري د ونو په ارزښت خبرې وکړې. صابري وویل، چې ونې د تولید ترڅنګ د چاپېریالې ناورینونو په مخنیوي کې رغنده رول لوبوي.
ورپسې د پکتيا دکرنې رييس د ونو او نيالګيو پر اهميت خبرې وکړې. ښاغلی مومند  په خپلو خبرو کې وویل، چې ونې او کرنیزه پراختیا د بېوزلۍ د مخنیوي، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، د عایداتو د زیاتوالي، چاپېریال ساتنې، د خوړو تولید او د ملي اقتصاد لوړوالي لپاره مهم دي.
د پکتيا د کرنې رييس وويل، چې د يادو موخو د تر لاسه کولو په پار  د کرنې ریاست، دهمکارو برنامو او د خصوصي سکتور د ټولنو له خوا به سږکال په پکتيا کې ۳۶۷زره او ۸۷۶ مېوه لرونکي، بې مېوې او زینتي نیالګي کېنول شي.
ښاغلي مومند د پکتیا له ولسونو وغوښتل،  چې د طبیعي ځنګلونو ترڅنګ د نویو کېنول شويو نیالګيو ساتنې، روزنې او پالنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ترڅو یو زرغون، سمسور او پر ځان باسیا هېواد ولرو.
دغه راز د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي د نیالګيو د کېنولو په یاد کمپين کې د پکتیا د ولسونو د ونډې اخیستنې هرکلی وکړ او زیاته يې کړه، چې د هېواد سمسورتیا او ښېرازي د هر افغان مسوولیت دی. ښاغلی سهي د دولتي ادارو له مسوولینو او د پکتیا له ولسونو وغوښتل، چې د هېواد د سمسورتیا او ابادۍ لپاره  یو نیالګی د ځان او بل د هېواد لپاره کېنوي.
بايدوويل شي، چې دنيالګيو کېنولو دسږني ملي کمپين په ترڅ کې به په ټول هېواد کې څه باندې ۲۵ ميليونه نيالګي کېنول شي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS