د افغانستان او ترکیې ترمنځ د مالدارۍ او کرنیزو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

mail-admin
Tue, Mar 09 2021 11:49 AM
تفاهم‌نامه‌ی همکاری‌های زراعتی و مالداری میان افغانستان و ترکیه امضا شد

۱۹ کب ۱۳۹۹
د افغانستان اسلامي جمهوریت او د ترکیې جمهوري حکومت د کرنې وزارتونو ترمنځ د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
دا سند چې«د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت او د ترکیې جمهوري حکومت ترمنځ د کرنې په برخه کې د تخنیکي، علمي او اقتصادي همکاریو د زمینې برابرولو هوکړه لیک» په نوم یادېږي، په انقره کې د ترکیې د کرنې او ځنګلوالۍ په وزارت کې، د افغانستان اسلامي جمهوریت د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي او د ترکیې جمهوري حکومت د کرنې او ځنګلوالۍ وزیر ډاکټر بکر پاکډمیرلي ترمنځ لاسلیک شو.
په دې هوکړه لیک کې د داوړو هېوادونو ترمنځ د نباتاتو، نباتي حفظ الصحې برخې، مالدارۍ او نسل نیول، حیواني روغتیا، کب روزنه، د کرنې، اوبولګولو، څېړنې او ترویج میکانیزه کېدل او کرنیزې روزنې، د کلیو پراختیا او د خوړو صنعت شامل دي.
ښاغلی احدي په دې لیدنه کې د خپلو خبرو په پیل کې د بلنې او د خبرو د تنظیم په پار د ترکیې د کرنې او ځنګلوالۍ وزیر څخه مننه وکړه.
په دې غونډه کې د افغانستان د کرنې وزیر وویل، چې افغانستان او ترکیې لرغونې اړیکې لري او په دې وروستیو کې دا اړیکه سل کلنه شوه. دواړه هېوادونه په بېلابېلو برخو کې له یوبل سره همکاري لري.
هغه د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت او د ترکیې جمهوري حکومت ترمنځ د کرنې په برخه کې د تخنیکي، علمي او اقتصادي همکاریو د زمینې برابرولو هوکړه لیک په هکله چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شو وویل، چې دا هوکړه لیک د همکاریو او همغږیو د پیاوړتیا په پار د دواړو هېوادونو ترمځ ښه پیل دی.
د افغانستان دکرنې وزیر زیاته کړه: «د ترکیې هېواد افغانستان سره له ۲۰۰۱ کال را په دېخوا په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د کرنې په برخه کې مرستې او همکارۍ کړي دي او خوښ یم، چې د همکاریو او همغږیو د پیاوړتیا په پار نن یوه هوکړه لیک لاسلیک کوم، چې په دې هوکړه لیک کې د کرنې اړوندو موضوعاتو ته په هر اړخیز ډول ځای ورکړل شوي دي او کولئ شي، چې د اړیکو د پیاوړتیا لامل شي، ځکه د ترکیې کرنیز تجربې کولئ شي، چې د افغانستان دکرنې د ودې لپاره مؤثر وي.»
د افغانستان دکرنې وزیر وویل: «د هوکړه لیک محتوا عالي ده او زموږ پروګرام داده، چې دا هوکړه لیک په ښه ډول پلي کړو. د کرنې په وزارت کې زموږ همکاران کار کوي، چې دا هوکړه لیک په ښه ډول پلي شي.»
تر هغه وروسته په دې غونډه کې د ترکیې جمهوري حکومت د کرنې او ځنګلوالۍ وزیر ډاکټر بکر پاکډمیرلي وویل، چې د دواړوهېوادونو لپاره کرنه یو لوی سکټور دی او دا هوکړه لیک د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالوماتو شریکولو په پار یو ښه پیل دی، ترڅو د یوبل له تجربو څخه په ښه ډول ګټه پورته کړو.
د ترکیې د کرنې او ځنګلوالۍ وزیر هم وویل، چې ترکیې او افغانستان ښې او لرغونې اړیکې لري او په وروستیو څو کلونو کې ترکیه له افغانستان سره مرستې او همکارۍ کړي دي او دا هوکړه لیک کولئ شي، چې دواړو هېوادونو سره مرسته وکړي.
د بېلابېلو هېوادونو په همکارۍ سره کرنه وده کوي او موږ غواړو چې افغانستان سره مرسته وکړو.
د افغانستان اسلامي جموریت او د ترکیې جمهوري حکومت ترمنځ د لازیاتو همغږیو او د کرنیزو همکاریو د زیاتوالي په پار د مالدارۍ او کرنیزو همکاریو هوکړه لیک د دواړو هېوادونو دګډ ټیم له خوا په ۱۰ مادو کې چمتو او لاسلیک شو.
په دې غونډه کې د نورم او اسټنډرډ ملي ادارې مشر عزیز احمدزی، د جمهوري ریاست د چارو په اداره کې د زېربناوو او قراردادونو د حقوقي څانګې د انسجام رییس ولید اکبر سروري، د بهرنیو چارو وزارت استازی او د کرنې وزارت یوشمېر رییسان شتون درلود.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS