جوزجان کې پر ۴۷ بڼوالو مثمرې نیالګي ووېشل شوې

۱۴ کب ۱۳۹۹
د جوزجان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «اکټېډ» موسسې په همکارۍ د یاد ولایت د بڼوالۍ د پراختیا په پار ددې ولایت د اقچې، خانقاه، خواجه دوکوه او شبرغان ولسوالیو پر ۴۷ بڼوالو دوه زره او ۸۰۰ مثمرې نیالګي وېشلي دي.
په دغو وېشل شویو نیالګیو کې د انار، انځر، بادام، ناک، لیمو، آلو، املوک او شفتالو نیالګي شاملې دي.