کاناډا ته د هېواد د و چوو مېوو صادرات پیل شو

content_admin
Mon, Feb 08 2021 10:04 AM
کاناډا ته د هېواد د و چوو مېوو صادرات پیل شو

۱۹ سلواغه ۱۳۹۹
کاناډا ته د افغانستان د وچوو مېوو د صادراتو غونډه نن د کابل په بادام باغ کې په لاره واچول شوه او کاناډا ته د هېواد ۱۴ ډوله وچوو مېوو لېږد پیل شو.
په دې مراسمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري، د کورنیو تولیداتو او صادراتو په برخه کې د ولسمشر سلاکار جلاالدین سعیدي، د افغانستان د نړیوالې سوداګرۍ د خونې رییس حجت الله فضلي او د «رازفوډ» د صادراتي شرکت مسوول خبرې وکړې.
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري وویل: «هیله لرو، چې ۲۰۲۱ کال د صادراتو لپاره ښه کال وي، تېرکال د کرونا وبا یوشمېر ستونزې رامنځته کړې او زیانمن شو، کاناډا یو لرې هېواد خو افغاني محصولاتو لپاره یو نوی او ښه بازار دی، د افغانستان محصولات په ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونه، منځنۍ اسیا، سوېلي اسیا، چین او خلیج کې ډېر او لویې مارکېټونه لري، په یادو هېوادونو کې د نړۍ درې میلیارډه وګړې ژوند کوي، دا هېوادونه د محصولاتو پلور لپاره لوی مارکېټ دي، د افغانستان محصولات ښې ځانګړنې او کیفیت لري، د افغانستان اقلیم او خاوره د کرنیزو محصولاتو او مېوو لپاره ځانګړی امتیاز دی، نسبي ښې ګڼې چې لرو باید له هغه څخه ګټه پورته کړو او معیاري محصولاتو چمتو کړو ترڅو زموږ پېرېدونکي زیات او نړیوال اسټانډارد سره برابر شو.»
ښاغلی غفوري له خصوصي سکټور څخه غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې پانګونه او له پخوا ډېرې هلې ځلې وکړي: «د افغانستان خصوصي سکټور لوی مسوولیت لري، د بسته بندۍ، پروسس، او د نړیوال بازار په معیارونو برابرول، لوی مسوولیت د خصوصي سکټور پر غاړه ده، د کرنې وزارت او د نظام رهبرۍ، هر ډول همکاریو او اسانتیاوو ایجادولو ته چمتو دي، تر ټولو مهمه په سیاسي کچه، د اسانتیاوو برابرولو لپاره ځانګړې لېوالتیا او ښه بستر لري، د جلالت‌مآب ولسمشر د هلو ځلو په پایله کې، خلیج، منځنۍ آسیا او سوېلي اسیا سره سیاسي اړیکې په عالي کچې تامین شوي دي او د سیمه ییزو اړیکو له لارې مو داسې لارې پرانستې دي، چې وطني محصولات سیمه ییز او نړیوالو بازارونو ته صادر شي.»
د اوبولګولو د مرستیال په خبره: «د سیمه ییز اتصال په برخه کې مو لارې پرانستې دي. د جادې ټرانسپورټ، رېل پټلۍ او هوایې دهلیزونو له لارې اسانتیاوې برابرې شوي دي. د معیارونو پر بشپړېدو ډېر تمرکز لرو، اوس د «رازفورډ» شرکت په لومړنی صادرات اقدام کړی، هیله لرو چې نور شرکتونه هم اقدام وکړي او په دې برخه کې کار وکړي او دا لړۍ  ادامه پیدا کړي.»
ښاغلی غفوري وویل، چې په نږدې راتلونکې کې به د خلیج او منځۍ اسیا هېوادونو ته هم صادرات ولرو. ښاغلی ولسمشر له خوا هم سپارښتنه شوې، چې یاد مارکېټونه پرانیستل شي.
په همدې توګه د کورنیو تولیداتو او صادراتو په برخه کې د ولسمشر سلاکار جلال الدین سعید، وویل: «د راز فوډ شرکت څخه مننه کوو، د وطن دوستۍ کار یې وکړ. د ټولو افغانانو مسوولیت دی، چې په دې برخه کې کار وکړي. خپل صادرات زیات او د محصولاتو کیفیت ښه کړو. غږ کوو، چې د صادراتو لارې پرانیستل شوې دي. د محصولاتو پلور لپاره غوره بازارونه لرو. په نږدې راتلونکې کې به خلیج او اسټرالیا هېوادونو ته د صادرات پيل شي، د ولسمشر نظر دادی، چې د افغانستان سږني صادرات باید میلیارډونو ډالرو ته ورسېږي.»
ښاغلی سعید وویل، چې دې موخې ته د رسېدو په پار، هلې ځلې کېږي، چې په بېلابېلو زونونو کې د وطني محصولاتو د بسته بندي مرکزونه جوړ شي تر څو د هېواد د صادراتي محصولاتو بسته بندي د نړیوالو معیارونو په کچه ترسره شي.
حجت الله فضلي د افغانستان د سوداګرۍ خونې رییس وویل: «د افغانستان محصولات دنړۍ په ټولو مارکېټونو کې نوموتي او ښه نوم لري، مهمه خبره داده، چې یاد بازارونه څنګه و پېژندل شي او د صادراتو لارې ورته خلاصې شي، په یو بازار باید متکي و نه ووسو. امکانات فراهم شوي دي، چې محصولات معياري او نړيوال کړو بايد له پخوا لا جدي کار ووشي سږني ټاکل شوې موخې ته په کتو به دوه ميليارډه صادرات ولرو که په سمه توګه کار ووشي او که نړيوال بازارونه تشخيص او سوداکريز بيلانس و پېژنو سږ کال به تر درې مليارډه ډالرو صادرات ولرو.
په همدې توګه د "راز فوډ" شرکت مسوول عبد الستار غفاري د افغانستان محصولاتو ته د بهرنيو وګړو پر لېوالتيا خبرې وکړې او زياته يې کړه: "په دې جوپه کې د ۵۰۰ زره ډالرو په رزښت مېوې صادروو چې، ۱۴ ډوله وچې مېوې په کې شاملې دي، په بېلابېلو هېوادونو کې مو کار کړئ ددې لپاره، چې هېواد سره مو مېنه وه هېواد ته راغلو او پانګوونه مو وکړه تر څو د وطني توليداتو په وده کې ونډه ولرو، د کار تر پيل مخکې مو د نړيوالو بازارونو لېوالتيا وليد خلک د افغاتستان محصولاتو ته ډېره لېوالتيا لري.
بايد وويل شي، چې ياد محصولات دځمکني ټرانسپورټ له لارې د ازبيکستان-ترکيې هېوادونو له لارې کاناډا ته صادرېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS