د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو د تشکيلاتو د برخې له چارواکو سره د کرنې وزارت د تشکيل په هکله د کرنې وزير خبرې اترې

content_admin
Mon, Feb 08 2021 9:51 AM
د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو د تشکيلاتو د برخې له چارواکو سره د کرنې وزارت د تشکيل په هکله د کرنې وزير خبرې اترې

۱۹ سلواغه ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي دخپل کار په دفتر کې، د ملکي خدماتو لوی رييس احمد مسعود توخي او د ملکي خدمتونو او  اداري اصلاحاتو د تشکيلاتو مشرې نظيفه جامي سره وکتل او دکرنې وزارت پر تشکيل او اړتياوو يې خبرې وکړې.
په دې ليدنه کې دکرنې وزارت د تشکيل د ستونزو پر حل، د ۱۳۹۹يم مالي کال د تشکيل په برخه کې د کرنې وزارت د وړانديزونو او د ۱۴۰۰ ام کال پر تشکيل خبرې وشوې.
دکرنې وزير  د وزارت د ستونزو پر هوارولو د ټينکار ترڅنک وويل، چې دکرنې وزارت يو لوی سکټور دی او ددې برخې اړتياده په کتو يې باید تشکيل جوړ او زياد شي.
دملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو د کميسيون دملکي خدمتونو لوی رييس احمد مسعود توخي وويل، چې دکرنې وزارت تشکيل دکرنې وزارت د مشرتابه ليد لوری او نظر ته په کتو بشپړېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS