د افغانستان د سرو طلاوو حاصلات نږدې ۲۱ ټنو ته ورسېد

content_admin
Wed, Feb 03 2021 3:10 PM
د افغانستان د سرو طلاوو حاصلات نږدې ۲۱ ټنو ته ورسېد

دکرنې وزارت د وروستیو مالوماتو له مخې د هېواد د زعفرانو «سرو طلاوو» سږني حاصلات نږدې ۲۱ ټنو ته رسېدلی دی.
هرات، بلخ، فاریاب، کندز، فراه او دایکندي هغه ولایتونه دي، چې د هېواد ترټولو ډېر زعفران تولیدوي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي: « د زعفرانو ۴۰۷ ننداریزې کروندې جوړول،۸۶۰ زعفران کارو مېرمنو ته روزنه ورکول، یوزر او ۸۸۸ نارینه و زعفران کارانو ته روزنه ورکول، زعفران کارانو ته په کرونده کې د ۲۰ روزنیزو برنامو ایجاد، د ۲۹ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت د هرات په ولایت کې د زعفرانو د څېړنیز انسټیټوټ ودانۍ جوړول او د زعفرانو ۱۸۵ زره او ۵۰۰ کیلوګرامه پیازو وېشل، په ۱۳۹۹یم کال کې د زعفرانو د کرکېلي د پراختیا او دودولو په پار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت کړنې دي.
ښاغلی رستمي زیاته کړه: « په ۱۳۹۹یم کال کې په نږدې اووه زره او ۹۰۰ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوې و. له دې ډلې د هرات په ولایت کې اووه زره او ۳۱۷ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوې و او په ټولیزه توګه د نورو ولایتونو په نږدې ۵۰۰ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوي دي.»
په هغو ولایتونو کې، چې زعفران ښه وده او حاصل ورکوي یاد بوټی د کرنیز کاروبار لپاره غوره فرصت دی. په همدې موخه په دې وروستیو کلونو کې بزګران د زعفرانو کرکېلي ته مخه کړې ده. دغه راز ددې ګران بیې بوټې د کرکېلي او ښې پایلې ترلاسه کولو په پار د کرنې کارپوهان یې د پراختیا په پار هڅه کوي.
د کرنې وزارت د ویاند په خبره د زعفرانو د کرکېلي دودولو په پار د زعفرانوپه برخه کې د کاوبار د توکو او د زعفرانو د پیازو وېش، په ۱۳۹۹یم کال کې د کرنې وزارت نورې کړنې وې.
باید وویل شي، دکرنې وزارت په پام کې لري، چې په ۱۴۰۰ام کال کې هم یاد فعالیتونو ته دوام ورکړي تر څو په راتلونکی کال کې هم د زعفرانو د حاصلاتو کچه لوړ شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS