په طبیعي سرچینو کې د پانګونې او د کار د همغږۍ غونډه؛ د لاسته راوړنو او راتلونکو برنامو وړاندې کول او د اهمیت ارزونه

mail-admin
Wed, Feb 03 2021 11:48 AM
په طبیعي سرچینو کې د پانګونې او د کار د همغږۍ غونډه؛ د لاسته راوړنو او راتلونکو برنامو وړاندې کول او د اهمیت ارزونه

۱۵ سلواغه ۱۳۹۹
د طبیعي سرچینو په برخه کې د پانګونې او کاري همغږۍ غونډه، د طبیعي سرچینو په برخه کې د بېلابېلو اړوندو بنسټونو د نږدې ۱۰۰ استازو په ګډون سره په انلاین بڼه په لاره واچول شوه.
د غونډې په پیل کې دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي د طبیعي سرچینو د اهمیت او د ټولنې پر ژوند او اقتصاد د طبیعي سرچینو پر تړاو او اهمیت خبرې وکړي او په دې برخه کې یې دقیقه پانګونې اوهمغږۍ اړین وبلل.
د طبیعي سرچینو په برخه کې د لا ډېرې پانګونې جلب او همغږۍ غونډه، د کوویډ-۱۹ وبا له خپرېدو را په دې خوا په لاره نه و اچول شوې.
د طبیعي سرچینو په برخه کې د کرنې وزارت د شریکانو ترمنځ همغږۍ، چې تمویل کوونکي، نړیوالې موسسې او هېوادني او سیمه ییز هېوادونه په کې شامل و، د پوهې شریکول، راپور ورکول، په طبیعي سرچینو کې پر لاډېرې پانګونې تمرکز ددې غونډې موخې وې.
بېلابېلې برخې، له ډلې د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو د تنظیم لوی ریاست او په دې سکټور کې کاري ونډوالو خپلې لاسته راوړنې او برنامې شریکې کړې.
باید وویل شي، چې ددې انلاین غونډې د خبرو پر بنسټ، د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو په برخه کې راتلونکی کال نږدې ۱۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي، په داسې حال کې، چې د کرنې وزارت کاري ونډوال، چې په کې تمویل کوونکي، نړیوالې موسسې او هېوادنی او سیمه ییزې ادارې شاملي دي د طبیعي سرچینو په برخه کې ۲۶ میلیونه ډالر پانګونه کوي.

 

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS