کونړ کې د چغان غونډۍ د زرغونتیا په پار هڅې
![کونړ کې د چغان غونډۍ د زرغونتیا په پار هڅې](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2021-02/whatsapp_image_2021-02-01_at_12.01.49_pm.jpeg)
۱۳ سلواغه ۱۳۹۹
د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اسعدآباد ښار د چغان غونډۍ د زرغونتیا چارې پیل کړي دي.
د کونړ د کرنې ریاست له خوا په دې غونډۍ کې د پنځه زره نیالګیو د اېښودو، د نیالګیو د خړوبولو په پار د اوبولګولو دایمي سیسټم جوړول او ترڅنګ یې د عامه پوهاوی په پار د لوحې نښلولو چارې روانې دي.
د چغان غونډۍ د کونړ ولایت د اسعدآباد ښار له مهمو تاریخي سیمو څخه دی.
د کونړ د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د چغان غونډۍ د اسعدآباد ښار له تاریخي او اسټراټیژيکو سیمو څخه دی، که زرغون شي د تفریح په مهمه سیمه بدلېږي.