د اوبولګولو او طبيعي سرچينو له مرستيال سره په ليدنه کې دميدان وردګو يوشمېر استازو او بزګرانو په دې ولايت کې دکرنې وزارت فعاليتونه وستايل

mail-admin
Tue, Jan 26 2021 9:17 AM
د اوبولګولو او طبيعي سرچينو له مرستيال سره په ليدنه کې دميدان وردګو يوشمېر استازو او بزګرانو په دې ولايت کې دکرنې وزارت فعاليتونه وستايل

۶ سلواغه ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستيال حشمت الله غفوري، د ميدان وردګو ولايت  ولایتي شورا رییس اختر محمد طاهر، د سیدآباد ولسوالۍ ولسوال امیر محمد ملکزی او د ياد ولایت يو شمېر بزکرانو سره وکتل او په دې ولايت کې دکرنې او اوبولګولو پر پرژو خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د میدان وردګ ولایتي شورا ريیس اختر محمد طاهر په دې ولایت کې د کرنې وزارت له فعالیتونو په ځانګړي ډول د سړو خونو او زېرمتونونو د جوړولو مننه  وکړه او وویل، چې په دې ولایت کې دې د کرنې سکټور ته پاملرنه نوره هم پراخه شي او د بزګرانو ستونزې دې حل شي.
له هغه وروسته د سید آباد ولسوال امیر محمد ملکزی هم د کرنې وزارت له فعالیتونو مننه وکړه او وویل، د کرنې وزارت د بڼوالۍ دپراختيا ځنځیري پروژې (HVCDSP) له خوا په سیدآباد ولسوالۍ ۶۹ زېرمتونونه چې ۲۵ یې د پیازو  او ۴۴ يې د کچالو دي  په معیاري ډول جوړې شوي دي، چې د بزکرانو ډېرې ستونزې يې هوارې کړي دي او موږ ترې  مننه کوو. ملکزی زیاته کړه، چې دغه ولسوالی ۲۸۰ کلي لري او ياد زېرمتونونه بسنه نه کوي. هغه دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو له مرستيال څخه د نورو زېرمتونونو جوړولو او ترڅنګ يې دکاريزونو دجوړولو په برخه کې دهمکاريو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د یاد ولایت د بزګرانو په استازیتوب رحمت الله  په دغه ولایت کې د کرنیزو پروژو له تطبیق څخه خوښي څرګنده کړه او وویل، چې پخوا به مو خپل محصولات د خرابېدو له وېرې په ټيټه بيه خرڅول خو اوس د زېرمتونونو په لرلو سره مو محصولات خوندي او ګټه مو زياته شوې ده.
په دې کتنه کې، دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري وویل، د میدان وردګ کرنیز وړتياوو ته په کتو ياد ولايت د کرنې وزارت په لومړیتوب کې دی. ښاغلی غفوري وويل، چې د مڼو لپاره په ټول هېواد کې ۴۰۰ سړې خونې په پام کې نیول شوې وې، چې یوازې ۷۱ دانې يې دغه ولایت ته ځانګړې شوې دي. هغه وويل، چې ياد ولايت ته  په راتلونکي کال کې به نورې پروژې هم په پام کې ونيول شي. حشمت الله غفوري دميدان وردګ په ولايت کې د کاریزونو او کانالونو د جوړولو په هکله وويل: "د میدان وردګ ولس دې د کانالونو په برخه کې خپل وړاندیزونه ولیکي او په رسمي توګه يې را ولېږي تر څو ۱۴۰۰ کال بودیجه کې ځای او د امکان په صورت کې پلي شي."

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS