ننګرهار کې د کوچیانو څارویو ته د لېونتوب ناروغي پر وړاندې د واکسینو کمپین پیل شو

mail-admin
Wed, Dec 30 2020 10:45 AM
ننګرهار کې د کوچیانو څارویو ته د لېونتوب ناروغي پر وړاندې د واکسینو کمپین پیل شو

۱۰ مرغومې ۱۳۹۹
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې، د کرنې وزارت د کلپ-کوچي پروژې په همکارۍ په دې ولایت کې د مالدارو کوچیانو د مالونو خوندي کولو په پار د دوی څارویو ته د لیونتوب پر وړاندې د خوندیتوب واکسین د ورکړې کمپین پیل شوی دی. د چارواکو په خبره ددې کمپین په لومړی پړاو کې د کوچیانو ۲۵ زره مېږې او اوزې به د یادې ناورغۍ پر وړاندې واکسین شي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې کوچیانو څارویو ته د انتیروتوکسیمیا یا لیونتوب ناروغۍ پر وړاندی د واکسین ورکړې د پروګرام په لړ کې به کوچیانو ته د باکیفیته واکسینو د پېژندلو، په واکسین کې د کولډچاین سیسټم پېژندل، د واکسینونو د پلي کولو لارې چارې او په ټولیزه توګه د ناروغیو د مخنیوي او وټرنرۍ چوپړونو په هکله هم مالومات ورکړل شي.
باید وویل شي چې، له ناروغیو سره د مبارزې په موخه د یاد پروګرام په پلي کېدو سره له یوې خوا د څارویو په منځ کې د وژونکو ناروغیو د خپراوي مخه نیول کیږي او له بلې خوا د څارویو په منځ کې د تولید کچه هم لوړیږي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS