غزني او کندهار کې د الوبخاراوو د تولید کچه لوړه شوې
![غزني او کندهار کې د الوبخاراوو د تولید کچه لوړه شوې](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2020-12/131930939_3900639786627259_5780281408102777822_o.jpg)
دهقان (بزګر) اوونیزه / نورالله پتمن
د غزني او کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاستونو چارواکي وايي، چې د یادو ولایتونو د الوبخاراوو د حاصلاتو کچه د نورو کلونو په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
د یادو ولایتونو د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دغه ولایتونو کې په زرګونه هکټار ځمکه کې د الوبخاراوو ونې اېښودل شوي دي، چې هرکال ترې زرګونه ټنه الوبخارا تر لاسه کیږي.
د غزنې د کرنې ریاست وايي، چې د غزنې په ولایت کې د الوبخاراوو څلور ډولونه کرل شوي دي، چې تر ټولو نوموتي هغه یې «دل ګنجشک» دی او نړیوال بازار لري. د هغه په خبره، د غزني الوبخارا له هېواده بهر هند، پاکستان، متحده عربي امارات، انګلستان، امریکا او کانادا ته هم صادریږي.
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې ریاست د ۱۳۹۸یم کال د شمېرو له مخې د افغانستان په یو زرو ۱۴۴ هکټاره ځمکه د الوبخاراوو بڼونه جوړ شوي، چې د تولید کچه یې څه باندې اته زره او ۷۹۰ ټنو ته رسیږي.
د چارواکو په خبره د الوبخاراوو د ډېرښت لاملونه د نویو بڼونو جوړښت او حاصل ته راسېدل، روزنیزې برنامې په لاره اچول، د اړوندو توکو وېش او بڼوالو سره د کرنې ادارې دوامداره همکارۍ دي.
الوبخارا د کابل، غزني، لوګر، پروان، ارزګان، کندهار، زابل او میدان وردګو په ولایتونو کې تولیدیږي. کندهار، غزني، کابل، فاریاب او ارزګان د الوبخارا له لویو تولیدونکو ولایتونو څخه شمېرل کیږي، چې هر کال له یادو ولایتونو څخه په زرګونه مټریک ټنه الوبخارا راټول او بازار ته وړاندې کیږي.