د دایکندي د زعفرانکارانو ټولنه جوړه شوه
۲۳ غبرګولی ۱۳۹۸
د دایکندي ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د زعفران کارو بزګرانو تر منځ د ښه همغږی ایجادولو په پار د زعفرانکارانو ټولنه جوړه شوه.
د دایکندي ولایت د کرنې ریاست وایي، چې یاد ولایت د زعفرانو کرکېلي او پالنې لپاره مناسب اقلیم لري. د یاد ریاست په خبره په دې وروستیو کې په دایکندي ولایت کې د زعفرانو کرکېله ترویج شوې ده او په شپږو ولسوالیو کې یې د زعفرانو کرکېله کیږي.