کندهار کې د انارو او خټکیو له ناروغیو او افتونو سره د مبارزې کمپاین پیل شو

mail-admin
Thu, Jun 13 2019 2:44 PM

۲۳ غبرګولی ۱۳۹۸

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د انارو او خټکیو د ناروغیو او افتونو د مخنیوي په پار د بزګرانو د سیمه ییزو ښوونځیو له لارې روزنیزې برنامې په لاره اچول شوي دي، ترڅو په دې ولایت کې د انارو او خټکیو د ناروغیو او افتونو مخه ونیول شي.

د یاد ریاست په خبره به دغه روزنیز پروګرام کې بڼوالو ته د «I.P.M» درمل جوړولو او تطبیق ترڅنګ د انارو د « Carob Moth.Melon Fly» ناروغیو د مخنیوي په هکله هم لازمې لارښوونې وشوې او ترڅنګ یې ګډونوالو ته د فراموني تلکونو د نصبولو لارې چارې هم وښودل شوې.

دغه روزنیزه برنامه د کندهار ولایت د کرنې ریاست، دکروندې ښوونځی له لورې، د خټکیو او انارو د ناروغیو او افتونو سره د مبارزې په موخه په لاره اچول شوې وه.

باید وویل شي، چې په کندهار ولایت کې د ونو په ځانګړې توګه د انارو ونو او خټکیو د ناروغیو او افتونو د مخنیوي په پار هلې ځلې روانې دي.

 

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS