د ننګرهار په پنځو ولسوالیو کې د صحرايي ملخانو او نباتي ناروغیو او افتونو د وقایې روزنیز پروګرام پای ته ورسېد
![د ننګرهار په پنځو ولسوالیو کې د صحرايي ملخانو او نباتي ناروغیو او افتونو د وقایې روزنیز پروګرام پای ته ورسېد](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2020-12/131675405_3887260327965205_328172905527871951_o.jpg)
۲۴ لیندۍ ۱۳۹۹
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت په پنځو ولسوالیو کې د صحرایي ملخانو او د ژمي په موسم کې د ونو او بوټو د ناروغیو او آفتونو د وقایې په موخه روزنیز پروګرام په لاره اچول شوې وه، چې په ترڅ کې یې ۲۲۵ بزګران روزل شوي دي.
د ننګرهار د کرنې رییس انعام الله صافی وایي، چې دغه روزنیز پروګرام د ننګرهار ولایت په دره نور، خېوې، کامې، کوټ او بټي کوټ ولسوالیو کې په لاره اچول شوې وه، چې په ترڅ کې یې د یادو ولسوالیو ۲۲۵ بزګران د(A.P.M)میتود عملي کولو له لارې د صحرایي ملخانو د ګواښونو کچې ټیټول، د ژمي په موسم کې د ونو او بوټو د ناروغیو او افتونو د وقایې په هکله عمومي مالومات تر لاسه کړل.
ددې روزنیز پروګرام په پای کې پر بزګرانو د ریګان کیمیاوي درمل هم وېشل شوي دي.