هلمند کې ۸ زره او ۹۰۰ کروندګرو او مالدارو کورنیو سره مرسته کیږي
۲۱ غبرګولی ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د ناوې، نادعلي او نهرسراج ولسوالیو پر ۸ زره او ۹۰۰ کروندګرو او مالدارو کورنیو د څارویو خوراکي توکي او د شبشتې تخمونه وېشل کیږي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې دغه مرسته د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان «FAO» په همکارۍ د یادو ولسوالیو پر هغو ۸ زره او ۹۰۰ کروندګرو او مالدارو کورنیو وېشل کیږي، چې په تېرو کلونو کې د وچکالۍ له امله زیان من شوي دي.
دښاغلي الکو په خبره ددې پروګرام له لارې هرې کورنۍ ته د څارویو ۱۰۰ کیلو ګرامه خوراکي توکي او درې کیلو ګرامه د شبشتې تخمونه ورکول کیږي.
ددې پروګرامه اصلي موخه د بزګرو او مالدارو کورنیو اقتصادي وده او ملاتړ دی.