ننګرهار کې د اوبولګولو دوه کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
Mon, Jun 10 2019 2:23 PM

د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژې (NVDA) په اډانه کې د اوبولګولو د دوو فرعي کانالونو د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل. دغه کانالونه چې له عمومي کانال څخه بیلیږي د «شلمي او یویشتمي» ویالې په نوم یادیږي.
یاد کانالونه، چې په ټولیزه توګه ۱۷ کیلو متره اوږدوالی لري په پاخه او اساسي ډول رغول شوي دي، چې د اوبو د تنظیم او وېش په برخه کې د یادو سیمو د بزګرانو ستونزې په اساسي توګه حل کړي دي.
د دغو کانالونو د جوړولو ټولیز لګښت ۱.۶ میلیونه افغانۍ ده، چې د اسیایي پراختیایي بانک له خوا ورکړل شوې دي.
یاد کانالونه په ټولیزه توګه دوه زره هکټاره ځمکه خړوبوی او همدارنګه له دغو کانالونو څخه د یادو سیمو لس زره اوسیدونکي ګټه پورته کوي.
د دغو کانالونو رغول ددې ترڅنګ، چې د اوبو د ضایعاتو مخه نیولي ده د کانالونو تر پوښښ لاندې ځمکو حاصلات یي پنځه ویشت سلنه زیات کړي هم دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS