فاریاب کې پر یوشمېر بزګرانو ۱۲۰ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي
![فاریاب کې پر یوشمېر بزګرانو ۱۲۰ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2020-12/129233267_3855384531152785_8809334935294164051_n.jpg)
۱۲ لیندۍ ۱۳۹۹
د فاریاب د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت پر دوه زره او ۴۰۰ بزګرانو ۱۲۰ ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.
د فاریاب د کرنې ریاست وایي، چې د اصلاح شویو غنمو د تخمونو په تناسب، یوریا کیمیاوي سرې او ډای امونیم فاسفیټ هم د المار، پشتون کوټ او شرین تګاب په ولسوالیو کې پر دغو بزګرانو د افغانستان د بیارغونې ادارې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» له خوا وېشل شوي دي.