نیمروز کې دپیازو ۱۵ زېرمتونونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
۹ لیندۍ ۱۳۹۹
د نیمروز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په یاد ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژې چارې چې څو میاشتې مخکې پیل شوې وې، یو شمیر یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته شپارل شوي دي او د پاتې نورو هغورغنیزې چارې هم په بشپړېدو دي.
د نیمروز ولایت د کرنې ریاست وایي، چې د کروندګرو او بڼوالو د ستونزو د کمښت او حاصلاتو د ساتنې په موخه د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژې له لارې ۳۵ پروژې پلي کیږي، چې ۱۵ یې د پیازو زېرمتونونه او ۲۰ نور یې ممیز خونې دي، چې له دې ډلې د پیازو د ۱۵ زېرمتونونو رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخېستنې ته سپارل شوي دي.
یاد زېرمتونونه هر یوه یې دڅه باندې ۱۲ مټریک ټنه پیازو د ساتنې وړتیا لري. له دغو زېرمتونونو څخه په استفادې سره نیمروز ولایت بزګران کولای شي، چې دکال سلګونه مټریک ټنه پیاز زېرمه او په مناسب وقت کې یې بازار ته وړاندې کړي.
ددغو پروژو ټولیز لګښت ۱۴ میلیونه او ۹۵ زره او ۸۶۰ افغانۍ ده، چې لس سلنه یې برخمن شوي بزګران او ۹۰ سلنه یې دکرنې وزارت ورکوي.
دغه پروژې ددې ولایت د کرنیزو محصولاتو مدیریت، د بڼوالو او بزګرانو د محصولاتو خوندي کولو او د دوی د عوایدو زیاتولو په پار پلي شوي دي.