دایکندي کې پر یوشمېر بزګرانو د غنمو ۸۴۰ ټنه اصلاح شوي تخمونه او سرې وېشل کیږي
![دایکندي کې پر یوشمېر بزګرانو د غنمو ۸۴۰ ټنه اصلاح شوي تخمونه او سرې وېشل کیږي](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2020-11/125866365_3815424351815470_31106698011135679_o.jpg)
۲۸ لړم ۱۳۹۹
د دایکندي ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت پر یوشمېر بزګرانو د ۲۸۰ مټریک ټنه اصلاح شویو غنمو تخمونو، ۲۸۰مټریک ټنه توره سره، ۳۸۰ مټریک ټنه سپینه سره او دغه راز د کرکېلي اړوند د یوشمېر توکو د وېش لړۍ پیل کړی دی.
یاد ریاست وایي، چې دغه مرستې د نږدې ۴۰ میلیونه افغانیو په لکښت د کرنې وزارت او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له خوا چمتو شوي دي.